'د پروستات سرطان تشخیص کې مهم پرمختګ'

د عکس سرچینه، Getty Images
په برېتانیا کې ډاکتران او څېړونکي وایي، د پروستات سرطان پر وخت تشخیص په لړ کې یې مهم پرمختګ کړی.
دوی وایي، د سکن یا د عکس اخیستلو یو داسې نوی ماشین یې جوړ کړی چې کولای شي په سرطان اخته حجرې په ډېرۍ اسانۍ سره ومومي.
د 'اېم - آر -آی ' دا تخنیک ناروغه حجرې په وخت مالوموي او د خورېدو مخه یې نیسي.
د دې تخنیک په ازموینه کې ۵۷۶ سړو برخه اخیستې وه. له پایلو څرګنده شوې چې په دوی کې د څلورمې برخې ناروغانو پر وخت درملنه شونې وه او که دا نوی ماشین پخوا موجود وای نو دا کسان به اړ نه وو چې 'بایوپسي ' وکړي یا یې له بدنه سرطاني حجرې و ایستل شي.
ډاکټران وایي، پر وخت تشخیص ځکه ګټور دی چې ناروغ له لویو عملیاتو او ازموینو ژغورل کېدای شي او دا ډول ژور عملیات ډېری وخت تاوان هم رسولی شي.
د پروستات سرطان برتانوي سړیو کې تر ټولو عام سرطان دی، خو د تشخیص او درملنې په برخه کې یې ډېر پرمختګ نه دی شوی.
پخوا به که یو څوک د پروستات سرطان له کبله روغتون ته ورتلل، نو د ۱۲ ستنو په مرسته به یې له ټول پروستاته د غوښو ټوټې اخیستل کېدې.
د دې تخنیک تاوان دا و چې تل یې په سرطان اخته حجرې نشوې مالومولی.
دا یې هم تل نشوه معالومولی چې سرطان سرایت کولای شي او که نه. یوه بله ستونزه دا وه چې تر دې عمل وروسته ځیني وخت بې دریغه وینه بهېدله.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو اوس دا نوی ماشین د برېتانیا په ۱۱ روغتونونو کې ازمویل شوی او له پایلو یې څرګنده شوې چې ۲۷ سلنه سړو اصلاً هېڅ اړتیا نه درلوده چې د 'بایوپسي ' په څېر تخنیک ته غاړه کېږدي.
دا ماشین په دې هم توانېدلی چې ۹۳ سلنه هغه سرطاني حجرې مالومړې کړي چې د بدن نورو برخو ته سرایت کولای شي.
ډاکټران د دې نوي ماشین په راتګ خوښ دي، خو کارپوهان وایي۱۰ یا پنځلس کاله وخت به نیسي چې دا ډول پېچلي ماشینونه په ټولو عامو روغتونو کې ولګول شي.
اوس مهال د دې ماشین پر یوه ازموینه له ۳۵۰ تر ۴۵۰ پاونډه لګښت راځي. یعنی که په برېتانیا کې ټولو ناروغانو ته دا اسانتیا برابرېږي نو دولت باید له خپلې بودیجې پرې ۴۰ ملیونه پاونډه ولګوي.
خو کارپوهان وایي د دې ماشین ګټه دا ده چې د بې ځایه ازموینو او عملیاتو مخه نیسي، او له دې لارې کولی شي حکومت له بې ځایه لګښتونو را وګرځوي.









