په سرطان اخته ماشوم برېډلي د ساندرلېنډ لوبډلې د بریا سمبول شو

د عکس سرچینه، PA
یو پنځه کلن ماشوم هلک چې د سرطان بې علاجه ناروغي لري، د چلسي او ساندرلېنډ ترمنځ فوټبال لوبه کې د ساندرلېنډ لوبډلې د بریالیتوب چانس سمبول په توګه راښکاره شو.
برېډلي لووري چې د انګلستان هارټلپول ته نژدې د بلکال کالیري اوسېدونکی دی په ۲۰۱۳ کال کې وموندله چې نیوروبلاسټوما لري.
نیوروبلاسټوما خبیث تومور دی چې ماشومانو کې پیدا کېږي.
امریکا کې د هغه د درملنې لپاره تر ۷۰۰ زره پونډو ډېرې پیسې راټولې شوې. ددغو پیسو ۲۰۰ زره پونډه پیسې د اورټون کلب ورکړې خو د برېډلي مور تېره اونۍ وویل؛ د زوی سرطان یې شدید شوی او د درملنې دوام یې یوازې دومره کولی شي چې زوی یې لږ څه ډېر ژوندی پاتې شي.
د سږکال کریسمس لپاره ۱۱ زره کسانو د برېډلې لپاره د کریسمس کارتونه ولېږل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، PA

د عکس سرچینه، PA

د عکس سرچینه، Reuters




