د ایچ ای وې مخنیوي درملو وېش پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا عامې روغتیا ادارې (این ایچ ایس) ویلي بالاخره هغه درمل ورته ورسېدل او راتلونکې میاشت به یې وېش پیل شي، چې پر ایچ ای وي ویروس د ککړېدو خطر کموي. تېر کال د دغو درملو د بيې پرې کولو پر سر ناندرۍ ان تر محکمو پورې رسېدلې وې.
په لومړي سر کې به دغه ټابلیټ ۱۰ زره کسانو ته د درېیو کلونو لپاره په ازمایښتي توګه ورکول کېږي.
فعالانو دغه اقدام ستایلی دی او دا یې یو 'زړور ' ګام بللی، چې په وینا یې د ویروس خپرېدو مخنیوي کې ګټوره چاره ده.
له تر سره شویو ازموینو ثابته شوې، چې دغه درمل پر ایچ ای وې د ککړېدو خطر ۸۶ سلنه کموي.
د جنسي روغتیا کلینیکونه به له سپتمبر میاشتې په لندن، برایټون، مانچسټر، لیورپول او شفیلډ ښارونو کې هغو کسانو ته د درملو وېش پیل کړي، چې پر ویروس د ککړېدو له جدي خطر سره مخامخ دي. د انګلستان عامې روغتیا ادارې مشر سایمن سټېونز ویلي:
''دا په درېیو لسیزو کې د بشري روغتیا لپاره د یوه جدي خطر مخنیوي هڅو کې د بریا یو بل پړاو دی. ''
عامې روغتیا ادارې مخکې د درملو بیې پرې کولو پر سر اختلاف درلود او غوښتل یې، چې د عامې روغتیا ادارې پر ځای باید ځايي چارواکي پرې کړي.
بل لور ته د ټېرینس های جینس ټرسټ ادارې مشر ایان ګرین ویلي، باید د ۲۰۱۸ کال له پسرلي مخکې دغه ازمایښتي لړۍ بشپړه شي:
'' باید دا باوري شي، چې د کال تر پایه داسې هېڅوک بې درملو پاتې نه شي، چې پر ویروس د ککړېدو له خطر سره مخامخ دي. ''








