مومندو کې بريد، يو امنيتي ساتونکی وژل شوی

په مومندو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امنيتي سرتېرو يو ځل بيا بريدونه ډېر شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په مومندو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امنيتي سرتېرو يو ځل بيا بريدونه ډېر شوي

چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته نژدې په مومندو کې پر امنيتي ځواکوونو د ريموټ کنټرول بريد له امله يوه ساتونکی وژل شوی دی.

ويل کېږي دغه چاودنه يکشنبې (۴ اګست) د ساپي په کوز چمرکند سيمه کې شوې ده.

د ساپي سيمې يوه چارواکي محمود شاه بي بي سي ته ويلي، "د مليشه ځواکونه زربادشاه له يوې نړېدلې ودانۍ تر څنګ تېرېده چې هلته له وړاندې خښ شوی ريموټ کنټرول بم پرې والوت چې په ترڅ کې يې نوموړی ووژل شو.

دی وايي، دغه کور د يوه "اورپکي" و چې څو ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو له خوا په چاودېدونکو توکو له منځه وړل شوی و.

په مومندو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امنيتي سرتېرو يو ځل بيا بريدونه ډېر شوي دي. په ډېرو بريدونو کې امنیتي ساتونکي، حکومتي کارکوونکي او يا هم قومي مشران په نښه کېږي.

د ډېرو دغو بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې پر غاړه اخلي.

څو کاله وړاندې په مومندو کې له پوځي عملياتو وروسته سيمه له وسله والو اورپکو پاکه شوې وه خو له دغو نويو بريدونو وروسته په سيمه کې يو ځل بيا وېره خپره شوې ده.

بلخوا پوليس وايي د خيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې وسله والو يو کس په ډزو وژلی دی.

څو کاله وړاندې په مومندو کې له پوځي عملياتو وروسته سيمه له وسله والو اورپکو پاکه شوې وه خو له دغو نويو بريدونو وروسته په سيمه کې يو ځل بيا وېره خپره شوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، څو کاله وړاندې په مومندو کې له پوځي عملياتو وروسته سيمه له وسله والو اورپکو پاکه شوې وه خو له دغو نويو بريدونو وروسته په سيمه کې يو ځل بيا وېره خپره شوې

ځايي سرچينې وايي وژل شوی کس د طالبانو ضد امن لښکر غړی و، خو پوليسو د دغې خبرې له پخلي انکار کړی دی، دوی وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.

په دغه سيمه کې هم د امن لښکر پر غړو بريدونه ډېر شوی دي.