مومند ایجنسۍ کې د اختر پر مېلو بندیز

په مومند قبایلي سیمه کې د کوچني اختر پر مهال پر هر ډول مېلو بندیز لګول شوی او ځايي خلکو ته ویل شوي، چې احتیاط وکړي.
ځايي خبریال انورشاه وايي بندیز په حلیمزو سیمه کې د امنیتي تدبیر په توګه د ځايي چارواکو لخوا لګول شوی دی.
د خبریال په وینا چارواکو جوماتونو کې اعلان وکړ، چې خلک باید د امنیت حالت ته په کتو سره احتیاط وکړي او که مشکوک کسان وویني باید ژر تر ژره چارواکي پرې خبر کړي.
د یوه ځايي اوسېدونکي شاکر په خبره بندیز د اختر د څلورو ورځو لپاره لګول شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د نوموړي په خبره له تېرو څو کلونو راهیسې د ناوړه امنیتي حالت له کبله په سیمه کې د اخترونو مېلې نه کېږي.
مومند ایجنسۍ کې د فدرالي سیاسي استازي ( پولیټیکل ایجنټ ) مرستیال حسیب الرحمن وايي، دغه ډول کوم بندیز نه دی لګول شوی، خو وايي پر موټرسایکل د دوو کسانو سپرلۍ ته اجازه نه ورکوله کېږي.
د نوموړي په وینا خلکو ته ویل شوي، چې محتاط واوسي.
په مومند ایجنسۍ کې له څه مودې راهیسې د امنیت حالت ښه نه دی او چارواکي له قبایلي مشرانو سره غونډو کې له هغوی غواړي، چې د وسله والو اورپکو خلاف مبارزې کې د حکومت ملګرتیا وکړي.








