افغان کډوال: پاکستانیان مو کډه کولو ته اړباسي

د افغان کډوالو نژدې درې نسلونه چې پاکستان کې زېږېدلي پاکستان ورته ورته پردی نه ښکاري.
د عکس تشریح، د افغان کډوالو نژدې درې نسلونه چې پاکستان کې زېږېدلي پاکستان ورته ورته پردی نه ښکاري.
    • Author, رحمن الله
    • دنده, بي بي سي

پاکستان کې افغان کډوال وايي، وړاندې به یوازې پولیسو ځورول، خو اوس د عامو پاکستانیانو له خوا پرې هېواد ته د ستنېدو فشار ډېر شوی دی چې په دې سره له ژور ذهي فشار سره مخامخ شوي او اړ شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې يوه افغان وګړي منظور همدرد بي بي سي ته وويل دې دفتر ته راغلی چې افغانستان ته تللو لپاره اسناد برابر کړي.

هغه وويل په پېښور کې هوټل و، وړاندې کاروبار چلېده، خو د پوليسو زور زیاتي او په هېواد کې تازه حالاتو خپل هېواد ته په ستنېدو مجبور کړ.

نوموړی زېاتوي زياتره افغانان اوس غواړي چې لاړ شي دلته اوس ژوند ګران شو.

د دوی کاروبارونه اوس د پخوا په څېر پاتې نه شول، ګوزاره پکې ګرانه ده، حکومت ورته ډول ډول ستونزې جوړوي چې ورسره د دوي کاروبارونه نژدې په ټپه درېدلي دي.

په ځینو کمپونو کې د ژوند د اساسي اړتیاوو نشتوالي افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبور کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر ته راغلې ۱۶ کلنې ليلما بي بي سي ته وويل په کوم ځای کې چې دوی اوسېدل هلته نه برېښنا شته او نه هم د څښاک لپاره پاکې اوبه شته.

نوموړې زياتوي، يو ورور لري، چې هغه هم د زړه ناروغي لري دلته دوی د هغه د درملنې خرڅ نشي پوره کولي، غواړي چې بېرته افغانستان ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو دفتر ته راغلې شپاړس کلنې ليلما بي بي سي ته وويل په کوم ځای کې چې دوی اوسېدل هلته نه برېښنا شته او نه هم د څښاک لپاره پاکې ابه شته.
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو دفتر ته راغلې شپاړس کلنې ليلما بي بي سي ته وويل په کوم ځای کې چې دوی اوسېدل هلته نه برېښنا شته او نه هم د څښاک لپاره پاکې ابه شته.
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې يوه افغان وګړي منظور همدرد بي بي سي ته وويل دې دفتر ته راغلی چې افغانستان ته تللو لپاره اسناد برابر کړي.
د عکس تشریح، د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې يوه افغان وګړي منظور همدرد بي بي سي ته وويل دې دفتر ته راغلی چې افغانستان ته تللو لپاره اسناد برابر کړي.

هغې وويل پاکستان پسې خفه ده ځکه چې هم دلته زېږېدلې، لوبې یې کړې او تر لسم- یوولسم ټولګي يې زده کړې کړې.

ليلما وايي نه يې غوښتل چې پاکستان پرېږدې خو مجبور شول.

يو افغان امان الله چې په ګاډي کې کډه بار کړې او د افغانستان بغلان ولايت ته روان و، بي بي سي ته یې وویل د پنجاب په اټک ښار کې اوسېده، لارۍ يې چلوله خو ناڅاپه د افغانانو ترمنځ خبرې پېل شوې چې اوس پاکستان پرېښودل غواړي، حالات بدل شول او دغه راز هغه هم د تللو پرېکړه وکړه.

يو بل تن افغان وګړي امان الله چې په ګاډي کې کډه بار کړې او د افغانستان بغلان ولايت ته روان دی بي بي سي ته وویل د پنجاب په اټک ښار کې اوسېده.
د عکس تشریح، يو بل تن افغان وګړي امان الله چې په ګاډي کې کډه بار کړې او د افغانستان بغلان ولايت ته روان دی بي بي سي ته وویل د پنجاب په اټک ښار کې اوسېده.

د اټکلونو له مخه ویل کېږي، چې پاکستان کې کابو دوه نيم میليونه افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا یو نیم میلیون یې راجسټر شوي دي.

پاکستان کې مېشت افغانان وايي په خپل هېواد کې يې د کار او او زده کړو اسانتیاوې نه شته، خو دلته په پاکستان کې هم د کار فرصتونه ورته لږ دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا ډېری افغان کډوال په پاکستان کې زده کړو ته لاسرسی نه لري.