بلوچستان کې درې شکنجه شوي مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د بلوچستان ايالت په اواران سيمه کې درې شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.
د اواران سيمې چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي دغه کسان په ډزو وژل شوي دي. سرچينې وايي تراوسه وژل شوي کسان نه دي پېژندل شوي چې د کوم ځای اوسېدونکي دي او لا نه ده روښانه چې چا او ولې وژلي دي.
د بلوڅانو يوې قومي ډلې له خوا رسنيو ته لېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې وژل شوي کسان بلوڅان دي او پړه يې پر حکومتي ادارو اچولې ده.
د بلوڅانو قومي ډلو له خوا وړاندې هم پر پاکستاني چارواکو دا ډول تورونه لګول شوي وو، خو حکومتي چارواکي يې تل غندنه کړې.
د بلوچستان له دغې سيمې پخوا هم شکنجه شوي مړي موندل شوي وو.
له ۲۰۰۸ کال راهيسې په بلوچستان کې د شکنجه شويو کسانو د مړيو د موندلو سلسله پيل شوې وه.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په وينا تېر کال د دې ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ۱۲۹ کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي وو.
د دوی په وينا له ۲۰۱۰ کال راهيسې تر اوسه له ۹۰۰ زيات کسان په دې ډول په پټه توګه وژل شوي دي.
بل خوا د لادرکو کسانو د خپلوانو ډله دغه شمېرې ډېرې لوړې ښيي.








