بلوچستان کې اته "اورپکي" وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني چارواکي وايي د بلوچستان په سبي کې د امنيتي ځواکونو د پلټنې په عملياتو کې اته "اورپکي" وژل شوي او ۱۲ نور نيول شوي دي.
د بلوچستان حکومتي سرچينو ويلي دغه عمليات د سبي په سانګان سيمه کې شوي دي.
د سرچينې په وينا حکومتي ځواکونو ته د "اورپکو" د شتون په اړه معلومات رسېدلي و او د ډزو په نتيجه کې لږ ترلږه اته "اورپکي" ووژل شول چې يو په کې مهم قومندان هم شامل و.
سرچينې وايي په دغو عملياتو کې د ۱۲ اورپکو له نيول کېدو سربېره د دوی دوه مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.
ازادو سرچينو او يا په ډزو کې د وژل شويو کسانو ډلو تراوسه دغه خبر نه دی تاييد کړی.
سانګان او ورسره تړلې بولان له هغو سيمو دي، چې پر امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بريدونه ترسره کېږي.




