بلوچستان کې درې شکنجه شوي مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، b

د پاکستان بلوچستان ايالت کې، د ايران له پولې سره نژدې کيچ کې د دريو شکنجه شويو کسانو مړي موندل شوي دي.

سيمه ييزو چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي داسې ښکاري چې دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.

تر اوسه لا نه ده روښانه، چې دغه کسان چا او ولې وژلي دي. د پاکستان امنيتي ځواکونو درې ورځې وړاندې په دغو سيمو کې د پلټنې عمليات کړي وو.

د بلوڅانو ملي غورځنګ ګوند په دې اړه رسنيو ته يوه خبرپاڼه لېږلې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې يو د دې ګوند مرستيال مشر مقصود بلوڅ دی.

د خبرپاڼې له مخې مقصود بلوڅ څلور ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو لادرکه کړی و.

وړاندې له بلوچستان څخه د لادرکه شويو کسانو خپلوانو ويلي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې له دغه ايالت څخه ۴۶۳ کسان په زوره لادرکه شوي دي.

د ورکو شويو بلوڅانو غږ مشر نصر الله بلوڅ ويلي وو، په تېر يوه کال کې په دغه ايالت کې له ۱۵۷ زيات شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.

خو حکومتي چارواکي بيا دغه شمېرې کمې ښيي.

بل خوا د ډيورنډ کرښې سره نژدې کلا سيف الله او پشين څخه امنيتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو سره په تړاو څلور کسان نيولي دي.