بلوچستان کې دوه کسان تاوتریخوالو کې وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په ډزو او تاوتریخوالو کې د زیارت یو مجاور او د ښوونځي یو زده کوونکی وژل شوي دي. مجاور په لورایي سیمه کې ناپېژانده وسله والو وژلی.
د لورایي پولیسو یوه سرتېري بي بي سي ته وویل، ملنګ باغ سیمه کې دوو مخ پټو موټر سایکل سپرو د شېرعلي په نوم ملنګ باندې ډزې وکړې او هغه یې ځای پرځای وواژه.
هغه وویل چې دا ملنګ د سند اوسېدونکی وو، خو ځېنې نورې سرچینې وایي د خیبرپښتونخوا د مانسهرې وو او عمر یې هم له ۳۵ کلونو ډېر نه وو.
دا چې دده د وژلو انګېزه څه ده او د چا لخوا وژل شوی، لا څرګنده نه ده.
لورایي د بلوچستان ایالت مرکز شمال ختیځ کې پرته ده او اکثر اوسېدونکي یې پښتانه دي. زده کوونکی د کویټې سوېل لویدیځې سیمې کېچ کې وژل شوی چې له ایران سره پولې ته څېرمه پرته ده.
د کېچ سیمه ییز چارواکي وایي، د عمر ساجد په نوم د ښوونځي دغه زده کوونکی په سیمه کې د هاوان مرمۍ پرېوتو له کبله وژل شوی دی.
په دې تړاو د بلوجستان ملي غورځنګ کلک غبرګون ښودلی او ورسره یې د وژل شوی ماشوم تصویرونه هم خپاره کړي دي.
ددې غورځنګ چارواکو سیمه ییز رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې چې عمر ساجد د چورلکو په ډزو کې وژل شوی دی.








