لورالايي کې د ډبرو سکرو کان کې چاودنې درې کسان وژلي دي

د عکس سرچینه،
د پاکستان دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د بلوچستان په لورالایي سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له کبله درې کان کېندونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه د لورالايي په دکي سیمې کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه په کان کې د ګازو یو ځای کېدو له کبله شوې.
وژل شوي او ټپیان ځايي اوسېدونکي دي، چې وايي سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کان کېندنې اړوند ادارو له پېښې وروسته په کان کې د اېسارو کسانو را ایستلو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د بلوچستان په لر او بر کې د ډبرو سکرو نژدې څلور نیم سوه کانونه شته، چې پکې ډېری مهال ورته پېښې معمول دي.
د همدغې سیمې په یوه بل کان کې د روان کال فبرورۍ کې د ګازو یو ځای کېدو له کبله چاودنه شوې وه، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول.
ویل کېږي، چې دغو ډول پېښو لوی لامل د کان کېندونکو لپاره د خوندیتوب نیمګړي تدبیرونه دي.








