بلوچستان: د تاوتريخوالي پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي

بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو عملياتو او يو لړ نورو پېښو کې، د دوو امنيتي ساتوونکو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
کوټه کې د نيمه پوځيانو وياند رسنيو ته په خبرو کې ويلي، د ايران له پولې سره نژدې پوځي عمليات د دوهمې ورځې لپاره هم دوام لري.
ویاند زياتوي د کيچ سيمې په بل نګور کې د وسله والو په اړه له خبر رسېدو وروسته يې عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال ووژل، چې يو په کې د اورپکو مهم قومندان هم شامل دی."
د ده په وينا له وسله والو سره په ډزو کې دوه امنيتي ساتونکي هم وژل شوي دي.
په سيمه کې د دغو پېښو په اړه د "بلوچستان خپلواکۍ جبهې" او د "بلوچستان د خلکو پوځ" رسنيو ته پيغامونه استولي دي.
دوی وايي پاکستاني پوځ ته يې زيات مالي او ځاني زيان اړولی دی.
نور پوځي عمليات د کلات په سوراب سيمه کې شوي. د پاکستاني پوځ په وينا دغو عملياتو کې د وسله والو يو قومندان هم وژل شوی دی.




