بلوچستان کې د يوه قبايلي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان بلوچستان په دوو بېلابېلو سيمو کې د ډزو له امله د يوه قبايلي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو کسانو د دولاي په سيمه د يوه بلوڅ قبايلي مشر موزان مري پر کور بريد کړی. د سرچينو په وينا، بريد کې د ياد شوي قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
ويل کېږي دغه کس حکومت پلوی و.
د يادي شوې پېښې پړه د "بلوڅانو د ازادۍ پوځ" ډلې پر غاړه اخيستې ده.
بل خوا د پوليسو په وينا له ايران سره نژدې پنجګور سيمه کې د ډوز له امله د پوليسو يو خبري وژل شوی.
تراوسه نه ده معلومه چې دغه کس چا او ولې وژلی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ اعلان کړی و، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې اته "اورپکي" وژلي دي.
بلوچستان يو له هغو سيمو ګڼل کېږي چې د تاوتريخوالي پېښې په کې ډېرې رامنځ ته کېږي.








