"بلوچستان کې د القاعدې ځايي قوماندان وژل شوی"

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني چارواکي وايي بلوچستان کې يې د القاعده ډلې يو مشهور ځايي قوماندان وژلی دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بوګټي يوې خبري ناستې ته ويلي د "ضرب عضب" عملياتو وروسته القاعدې غوښتل خپله شبکه د بلوچستان لرې پرتو سيمو ته ولېږدوي.
دی وايي د ډيورنډ کرښې سره نژدې چاغۍ سيمه کې القاعدې ډلې يو مرکز جوړ کړی و او د عمر لطيف په نوم يوه کس يې مشري پر غاړه لرله.
د پاکستان استخباراتي ادارې، ای اېس ای د دې مرکز په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او د يکشنبې پر ورځ يې پر دغه مرکز عمليات ترسره کړل.
ده زياته کړه عمر لطيف ۱۰ مياشتې وړاندې د افغانستان له نيمروز ولايت څخه بلوچستان ته لېږدېدلی و.
چارواکي وايي د اورپکو په ډزو يو امنيتي کارکوونکی ټپي شوی او د وژل شوي قوماندان ورور په تېښته بريالی شوی دی.
د پنجاب د کورنيو چارو وزير وايي عمر لطيف بلوچستان او پنجاب کې د القاعده ډلې مشر او ميرمن يې طيبه چې په فريحه باجي پېژندل کېده په سيمه کې د دې ډلې د ښځينه څانګې مشرې پر غاړه لرله.
دی وايي پر عمر لطيف او ورور يې نژدې ۲۰۰۰۰ ډالره او د مېرمنې پر سر يې ۵۰۰۰ ډالره انعام ټاکل شوی و.








