مومند ایجنسۍ کې د ۶ کسانو مړي موندل شوي

ډیورند کرښې ته څېرمه قبایلي سیمه مومند ایجنسي کې چارواکي وايي، ۶ مړي موندل شوي چې د پیژندلو هڅې یې روانې دي.
مومند ایجنسۍ کې دولتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دغه مړي د دوشنبې په سهار موندل شوي چې د ایجنسۍ یوه روغتون ته یې لېږدولي دي.
چارواکي دا هم وايي، چې د دغو کسانو د وژلو لامل نه دی څرګند خو څېړنې روانې دي.
په مومند ایجنسۍ کې له دې مخکې هم د وژل شو کسانو د موندلو پېښې څو ځلې مخې ته راغلې چې ډیری د سخت دریځو د ډلې پورې اړوندو اورپکو مړي وو.
سخت دریځې ډلې په ځانګړي ډول 'تحریک طالبان پاکستان' ادعا کوي، چې دغه مړي د دوی د هغو اورپکو دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او ورسره بندیان وو او د پاکستان امنیتي ځواکونو وژلي دي.
پاکستان کې د سخت دریځو پر وړاندې د عملیاتو په پیلېدو سره په بېلابېلو قبایلي سیمو کې وژل شوي کسان موندل شوي، چې دغه ډول پېښې زیاتې شوې.
تېره اونۍ بلوچستان ایالت په زیارت سیمه کې لږ تر لږه د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي وو، او روانه میاشت کې په نوښار کې هم د ۶ کسانو مړي موندل شوي وو چې په ډزو ويشتل شوي وو.




