بلوچستان: زلزلې ۳۳۰ کسه وژلي او سلګونه يې ټپيان کړي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې زورورې زلزلې لږترلږه ۳۳۰ کسه وژلي او سلګونه نور يې ټپيان کړي دي.
تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د بلوچستان د اواران سيمه ده چې زيات خلک په کې وژل شوي دي.
د بي بي سي يوه خبريال ته د اواران مرستيال مشر عبدالرشيد ويلي چې يوازې په اواران سيمه کې ۲۰۸ کسه وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان دي.
پاکستاني چارواکو خواړه، د څښلو پاکې اوبه او په درملو او نورو اړتيا وړ توکو بار لارۍ سيمې ته استولي دي.
د سې شنبې په مازيګر د شوې دغې زلزلې ټکانونه د سندهـ په سویل، بلوچستان او د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې محسوس شوي دي.
د پاکستان د ځمک پېژندنې ادارې ويلي چې د زلزلې زور د ريکتر په کچه ۷،۷ درجې و.
له سيمې ورکړای شوي راپورونه وايي چې زلزلې د خلکو کورونه او ډیری خامې ودانۍ نړولي او د کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.
خو ويل کېږي هغه ودانۍ چې پخې جوړې شوي، ډېرې نه دي ځپل شوي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد حنيف بي بي سي ته ويلي چې زلزله په ځايي وخت د مازیګر په څلور نيمو بجو وشوه.
ښاغلي حنيف ويلي چې د زلزلې د ځواکمنتيا درجه لوړه وه او مرکز يې د بلوچستان ايالت د جنوبي سيمو مکران او خضدار نه ۱۲۰ کيلومتره لرې د سويل ختيځ خوا وه.
دی وايي چې د زلزلې واړه ټکانونه د منځني ختيځ په عمان او د ايران په سويل ختيځو سيمو کې محسوس شوي دي.
د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ، حيدر اباد او د بلوچستان په سبی، بولان، خضدار او ډېره مراد ښارونو کې خلکو د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.
د اپریل په میاشت کې په ایران کې یوې ورته زلزلې چې اووه اعشاریه اته ثبت شوې وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان ووژل او له ۱۲ زرو نه ډېر پاکستانیان یې زیانمن کړل.








