بلوچستان کې په ډزو وژل شوي ۷ مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، b
دیورند کرښې ته نژدې بلوچستان ایالت په زیارت سیمه کې په ډزو ويشتل شويو ۷ کسانو مړي موندل شوي دي.
د سیمې د چارواکو په وینا، دغه مړي نن د جمعې په ورځ موندل شوي دي او وايي، داسې ښکاري چې د وژل کېدو یې ډېر وخت نه دی وتلی.
د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، پولیسو د مړو په اړه خبر تر لاسه کولو سره ځان سیمې ته رسولی او مړي یې نژدې روغتون ته لېږدولي دي.
تر دې دمه دغه ۷ وژل شوي کسان نه دي پېژندل شوي.
روانه اونۍ کې بلوچستان کې د مړو موندنې دا دویمه پېښه ده.
له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د سیف الله کلا نومي سیمه کې درې مړي موندل شوي وو، چې پر سر په ډزو ويشتل شوي او په کنډوالو کې اچول شوي وو.
د دغو ۳ وژل شویو کسانو پر بدن د تاوتریخوالي نښې له ورایه ښکارېدې.
په پلوچستان کې له ۲۰۰۸ کاله راهیسې ډېری د هغو وژل شو کسانو مړي موندل کېږي چې په سخت ډول او تاوتریخوالي سره وژل شوي.
توکمپال او بېلتون غوښتونکي د پاکستان اداره د دغو پېښو مسووله بولي.
خو د بلوچستان ایالتي حکومت بیا ادعا کوي چې په دغو پېښو کې اوس لږوالی راغلی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزارت اړوند چارواکي وايي، د سږ کال په اوږدو کې له ۱۵۰ د ډېرو کسانو مړي موندل شوي دي.
خو د بې درکه شویو کسانو د خپلوانو ټولنه (د بې درکه بلوڅو غږ ) وايي د سږ کال اوږدو کې نژدې پنځه سوه کسان بې درکه شوي دي.








