بلوچستان ايالت کې د ګوزن نوې پېښه تاييد شوې

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګوزڼ نوې پېښه تاييد شوې او په دغه ايالت کې دوه ماشومان د شري له امله مړه شوي دي.
د بلوچستان د روغتيا اداره وايي د ګوزڼ دغه پېښه له افغانستان سره پر پوله نژدې د قلعه عبدالله په ولسوالۍ کې شوې ده.
ډاکټران وايي په ۱۴ مياشتني ماشوم کې د پوليو نښې ليدل شوې وې او پلازمېنې اسلام ته استول شويو ازموينو وښوده چې دغه ماشوم د پوليو په ويروس اخته دی.
د ګوزڼ د دغې نوې پېښې په تاييدېدو سره په بلوچستان ايالت کې سږ کال په پوليو د اخته ماشومانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
کوټه، قلعه عبدالله او ژوب هغه سيمي دي چې د پولیو پېښې په کې ثبت شوي دي.
بل خوا د بلوچستان ايالت په لسبيله ولسوالۍ کې چې کراچۍ ته ورڅېرمه پرته ده د شري ناروغۍ دوه ماشومان وژلي دي.
دغلته د ځايي روغتون چارواکو بي بي سي ته ويلي په دغه سيمه کې له ۲۰ ډېر ماشومان د شري له ناروغۍ اغېزمن شوي دي.
د هېواد د نورو ايالتونو برعکس په بلوچستان کې تر اوسه ماشومانو ته د شري واکسين ورکولو کمپاین نه دی پيل شوی او دې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د دې کال په لومړيو کې د بلوچستان چارواکو ادعا وکړه، چې بلوچستان له پوليو نه پاک شوی، خو په تېرو درې څلورو مياشتو کې يو ځلې بيا د پوليو پېښې وشوې.
چارواکي وايي د هغو ماشومانو ميندو پلرونو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسين د څاڅکو له ورکولو ډډه کړې چې اوس پرې اخته شوي دي.
د بلوچستان په ۱۱ ولسواليو کې د نومبر له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې د پولیو واکسين کمپاين عملي شوی دی.
په دغه کمپاين کې د يو ميليون او ۳۰۰ زره زیاتو ماشومانو واکسينول هدف ټاکل شوی وو.








