پاکستان کې د پولیو ۲۰۰ قضیې ثبت شوې

په شاوخوا ۱۵ کلونو کې د پولیو يا گوزڼ د قضیو شمېر پاکستان کې ۲۰۰ ته رسېدلی دی.
د دغه هېواد د روغتیا څانګې چارواکو د واکسین کمپاین پر ډلو بریدونه د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو اصلي لامل بولي.
ډېری پېښې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې لیدل شوې دي ځکه همدغه سیمه کې سخت دریځې روغتیايي کارکونکي په نښه کوي او د واکسین د کمپاین د عملي کېدو مخه نیسي.
پاکستان هغه هېواد دى چې دغه وایروس په کې په چټکۍ خپرېږي.
اوس د نړۍ له هرو لسو پولیو قضیو څخه اته پاکستان کې دي هغه هم قبایلي سیمو کې.
طالبانو دغلته په ۲۰۱۲ کال کې پر واکسین بندیز ولګاوه.
سخت دریځې ډاکټران جاسوسان بولي او ادعا کوي چې لوېدیځ غواړي د دغه ډول واکسین په ورکولو مسلمانان شنډ کړي.
د کراچۍ ښار د نړۍ په کچه د ګوزڼ مرکز دی. دې ښار کې سلګونه زره خلک په ناپاکه چاپیریال کې ژوند کوي.
په دې وروستیو کې د ګوزڼ په پېښو کې بې سارې زیاتوالي دغه هېواد له شرم سره مخامخ کړی دی.
شهناز وزیر علي د پاکستان حکومت د ګوزڼ د چارو سلاکاره په دې اړه وايي:
"په کراچۍ کې نږدې ۱۹-۲۰ میلیونه خلک اوسېږي. دغه ښار ته د سوېلي قبایلي سیمو ډېر کډوال هم راغلي دي او دا د ټولنې هغه برخه ده چې ماشومانو یې له دوه نیمو کلونو راهیسې واکسین نه دی کړی".
نوموړې زیاتوي:
"دا د پاکستان حکومت لپاره ستره ننګونه ده. نور هېوادونه له سخت دریځو او افراطیت سره په جګړه کې ښکېل نه دي او دومره درنه وسله واله نښته نه لري".
د واکسین ورکولو په اړه شکونه له هغه وروسته ډېر شول چې امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د ګوزڼ د واکسین د یوه جعلي کمپاین له لارې پاکستان کې د اسامه بن لادن په نیولو تورنه شوه.
د ۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشت راهیسې طالبانو د روغتیايي کارکونکو او امنیتي چارواکو په ګډون نږدې ۶۰ کسان وژلي دي.
د روان میلادي کال په پیل کې د روغتیا نړیوال سازمان پاکستان ته په تلو راتلو محدویت وضع کړ او اوس ټول هغه پاکستانیان چې بهر ته سفر کوي باید د ګوزڼ واکسین سند له ځانونو سره ولري.
پاکستان، افغانستان او نایجریا د نړۍ یوازیني درې هېوادونو دي چې اوس هم باید له ګوزڼ ناروغۍ سره مبارزه وکړي.








