پښتونخوا کې ۱۱ کسه له خاورو لاندې شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د ځمک ښووېدنې له امله تر اوسه د لږترلږه پنځو کسانو جسدونه راوېستل شوې دي.
ځايي پوليس وايي دغه پېښه د بر دير د کوهستان په يوه لرې پراته کلي بدران کې نن (سه شنبه، مارچ اتمه) رامنځته شوې ده.
يوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ويلي ځمکه د سلطان په نوم د يوه کس پر کور ښووېدلې ده.
د ده په خبره په دغه پېښه کې ۱۱ کسان له خاورو لاندې شوي چې اته يې ماشومان دي.
د پېښې له کېدو سملاسي وروسته ځايي خلکو په شته وسایلو د ژغورنې هڅې پيل کړې دي.
پوليس وايي د مرستو چارې دوام لري او تر اوسه پنځه جسدونه له خاورو وېستل شوي دي.
دوی وايي وېستل شوي جسدونه د څلورو ماشومانو او يوې ښځې دي.
ځايي چارواکي وايي له خاورو لاندې د پاتې ايسارو کسانو د وېستو هڅې روانې دي.








