چین په خپله خاوره کې د ورکې الوتکې لټه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
چین د مالیزیا د هوايي شرکت د ورکې شوې الوتکې پسې په خپله خاوره کې ځمکنی لټون پېل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې استرالیا د لټې چارې په سوېل کې متمرکزې کړې دي.
اوس مهال د ورکې شوې الوتکې پسې لټون په شمال او سوېل کې چیرته چې له الوتکې سره په وروستي ځل اړیکه ټینګه شوې وه کېږي.
د قزاقستان او ترکمنستان له پولو نیولې تر شمالي تایلنډ پورې او له اندنیزیا نه نیولې د هند تر سمندر پورې سیمې پسې لټول کېږي.
چین وايي داسې هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ګواکې د الوتکې چینايي سپرلیو د الوتکې په ورکېدو کې رول درلود.
د مالیزیا هوايي شرکت دغه الوتکه د مارچ د میاشتې له اتمې نیټې راهیسې له ۲۳۹ سپرلیو سره ورکه ده.
د الوتکې د موندلو په لټون کې ۲۶ هېوادونه ونډه لري خو تراوسه یې درک نه دی معلوم شوی.
مالیزیا وايي الوتکه په لوی لاس د لوري بدلولو ته اړ ایستل شوې وه او امکان لري چې سوېل یا هم شمال لور ته بیول شوې وي.
څارونکي د دې احتمال پسې کرځي چې آیا د الوتکې له عملې یا هم سپرلیو نه چا د الوتکې په ورکېدا کې لاس درلود کنه؟
په دغې الوتکې کې چې له کولالمپور نه بیجنګ ته روانه وه ۱۵۳ چینايي اتباع سپاره وو.
په مالیزیا کې د چین سفیر هوانګ هوي کانګ ویلي چې چین په خپله خاوره کې د ورکې شوې الوتکې لټون پېل کړی دی.
ښاغلي کانګ وویل د چینايي اتباعو په اړه له پلټنو وروسته څرګنده شوې چې هېڅ یوه چینايي د الوتکې په تېښتولو او یا پرې په ترهګر برید کې ښکیل نه و.
چین د الوتکې د لټون لپاره ۲۱سټلاېټونه ځانګړي دي.
په همدې حال کې استرالیايي چارواکي وايي چې دوی د هند سمندر په سوېل کې د سټلاېټونو په مرسته د الوتکې لټون کوي.
دوی وايي چې د لټې ماموریت ستونزمن دی خو پراخې هلې ځلې پېل کړي چې الوتکه پېدا کړي.








