ساینس پوهان د چاپیریال بدلون د انسانانو د فعالیتونو پایله بولي

ساینس پوهان وایي دوی تر بل هر وخت اوس په دې خبره ډېر باور لري چې د ځمکې په چایپریال کې بدلون د انسانانو د فعالیتونو پایله ده.
د عکس تشریح، ساینس پوهان وایي دوی تر بل هر وخت اوس په دې خبره ډېر باور لري چې د ځمکې په چایپریال کې بدلون د انسانانو د فعالیتونو پایله ده.

ساینس پوهان وایي دوی تر بل هر وخت اوس په دې خبره ډېر باور لري چې د ځمکې په چایپریال کې بدلون د انسانانو د فعالیتونو پایله ده.

اټکل کېږي چې په هغه رپوټ کې چې د راتلونکې جمعې په ورځ به خپور شي د ملګرو ملتونو چارواکي ووايي چې ډېر امکان شته چې د چاپېریال ککړتیا د سمندرونو تودوخه لوړه کړې او د ځمکې په چاپېریال کې یې ډېر بدلون راوستی دی.

د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالې کمېټې هغه رپوټ چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د ځمکې د چاپېریال په هکله وړاندې کړي و تېروتنې وې ځکه نو له نیوکو سره مخامخ شو.

په هغه رپوټ کې په تېروتنه ویل شوي وو چې د هېمالیا د غرونو ګنکل به په ۲۰۳۵ کې غایب شي او د هالڼد د اوبو سطحه په کومه اندازه پر دې هېواد لوړه ده.

د دې ادارې مشر پروفیسور راجیندرا پاوچوری وايي د دوی همکارانو دا ځل سم رپوټ چمتو کړی دی.

ده وویل چې له پخوانیو تجربو یې زده کړه کړې ځکه نو دا ځل ښه مجهز دي چې په راتلوونکي کې له ننګونو سره مقابله وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې هر څوک باید په دې قانع شي چې د انسانانو فعالیتونه پر چاپیریال ډېره اغېزه لري.

خو ګڼ هېوادونه دا غوښتنه لري چې له ۱۹۹۸ میلادي کال څخه وروسته د ځمکې په تودودخې کې کمولای باید ښه تشریح شي.

د اقلیم د بدولون په اړه د غونډې یوه ګډون کوونکي بي بي سي ته وویل د ځمکې په تودوخې کې دغه کموالي د دوی د بحث اصلي موضوع ده.

د ټولي نړۍ پلټوونکو د آي پي سي سي/ د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالې کمېټې سره په دې پلټنه کې مرسته کړې او د زرګونو پلټونو پایلي یې دې آدارې ته وړاندې کړي چې په یوه لنډ رپورټ به یې د چاپېریال اوسنۍ حالت بیان کړي.

ساینس پوهانو هڅه کړې په چاپېریال کې د تودوخې کمښت په څو ډوله بیان کړي.

ځېنې ساینس پوهان وايي د ځمکې تودوخه اوس هم پر لوړېدو ده خو تودوخه سمندرونو ته لېږدلې ده.

په دې رپوټ کې به د ځمکې د تودوخې نوي اټکلونه وړاندې شي او هم به دا وویل شي چې له د دې اغېزه به د اوبو پر سطحې، ګنګلونو او د سمندر پر یخیو څه وي؟