کوټه او ژوب کې څلور مړي موندل شوي

د پاکستان بلوچستان ایالت کې له بېلو سیمو څلور مړي موندل شوي، چې له تشدد وروسته وژل شوي دي.
مرکزي ښار کوټه کې پولیس وايي کوټه ښار کې د یوه کس او له وزیرستان سره پر پوله پرتې سیمې ژوب نه د دریو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د ژوب پولیسو یوه مسوول بي بي سي ته ویلي، ژوب کې له قمرالدین سړک سیمې نه درې جسدونه موندل شوي دي.
د پولیسو په وینا له دریو نه یو سړی پر سر په مرمۍ ویشتل شوی او پاتې نور د بدن پر نورو ځایونو په مرمیو ویشتل شوي دي.
پولیس وايي، د وژل شویو کسانو سره خوا کې کاغذي ټوټې موندلې شوې، چې پرې لیکلي، دغه کسان د وزیرستان او بنو اوسېدونکي دي.
د دوی په وینا پر کاغذي ټوټو د څلورو کسانو نومونه لیکل شوي، خو هلته درې مړي موندل شوي دي.
پولیس وايي جسدونه یې روغتون ته لېږدولي، خو تر اوسه یې د وژل کېدو عوامل معلوم نه دي.
یو مړی د کوټې ښار سټیلایټ ټاون سیمه کې موندل شوی. کوټه کې پولیس چارواکي وايي، وژل شوی سړی پر سر او ملا په مرمیو ویشتل شوی او دوی یې جسد د پېژندګلوۍ لپاره روغتون ته لېږدولی.








