''کوټه کې وسله والو د طالبانو قومندان وژلی''

د افغانستان په سويل کې چارواکي وايي چې د طالبانو یو قومندان وسله والو د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې وژلی دی.
د زابل چارواکي وايي دغه جنګي قومندان ملا عبدالمالک نومېږي، چې په خبره يې له خپلو دوو ملګرو سره په ډزو وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيت امر غلام جيلاني فراهی وايي ملا عبدالمالک په بريالي مشهور و، چې د کوټې په نوي کلي کې په نښه شوی دی.
ښاغلی فراهي وايي د طالبانو وژل شوی دغه جنګي قومندان د زابل د شينکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د زابل د امنيت امر ادعا کوي چې نوموړي د دې ولسوالۍ ترڅنګ په سيورې، سرخکان او د کابل- کندهار پر لویه لار ترهګريز فعاليتونه کول.
د چارواکو په وينا د کوټې ښار په ژمي کې د وسله والو طالبانو لپاره يو له غوره پټنځایونو څخه ده.
کوټه د پاکستان هغه ښار دی، چې افغان حکومت بيا بيا په دغه ښار کې د وسله والو طالبانو د شتون په اړه پر پاکستان نيوکې کړي، خو پاکستان دغه تورونه رد کړې دي.
تېره اوونۍ د زابل چارواکو وويل چې، د طالبانو د کوټې شورا يو مهم غړی نور الله هوتک هم په کوټه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوی و.
د دغه ولایت د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي: ' ملا نور الله هوتک نه یوازې دا چې د کوټې د شورا غړیتوب درلود، بلکې په زابل کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول هم و او د وسله والو د یوه محاذ مشري یې هم کوله.'
د طالبانو یوې سرچینې هم بي بي سي ته د نورالله هوتک د وژنې تایید کړی و.
وسله والو طالبانو د ملا عبدالمالک د وژل کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي، چې ايا نوموړی د طالبانو غړيتوب درلود که څنګه.








