' د کوټې شورا غړی ملا نورالله هوتک وژل شوی دی '

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د کوټې شورا يو مهم غړی نورالله هوتک په کوټه ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي ' ملا نور الله هوتک نه یوازې دا چې د کوټې د شورا غړیتوب درلود، بلکې په زابل کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول هم و او د وسله والو دیوه محاذ مشر و.'
ښاغلی فراهي وایي، دغه کس تېره ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې د خپل کور مخې ته وژل شوی.
د سیوري ولسوالۍ قومې مشران وایې چې ملا نورالله هوتک تېره ورځ له کوټې نه زابل ته راوړل شوی او نن (جمعه دسمبر ۲۷ ) د دغې ولسوالۍ د بولان په هدېره کې خاورو ته وسپارل شو.
د راپورونو له مخې، دغه طالب قومندان د لسګونو وسله والو مشري کوله او د زابل په شينکۍ، سيوري او شملزو ولسواليو کې يې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو پر ضد د جګړې مشري کوله.
نورالله هوتک د زابل د سیوري ولسوالۍ اوسېدونکی او په قوم هوتک و.
تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تردې وړاندې ملا اسماعیل هم چې د طالبانو یو مهم قومندان و په کوټه کې په مرموزه توګه وژل شوی و.
کوټه د پاکستان هغه ښار دي چې افغان حکومت په وار وار په دغه ښار کې د وسله والو طالبانو د شورا شتوالي له کبله پر پاکستان نیوکې کړې خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د طالبانو یوې سرچینې هم بي بي سي ته د نورالله هوتک د وژنې تایید کړی دی.








