د پېښور جومات کې د چاودنې قربانیانو شمېر ۹۵ ته ورسېد، پښتونخوا کې یوه ورځ ملي ویر اعلان شوی

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ ته لوړ شوی په دې چاودنه کې د ۲۲۱ کسانو د ټپي کیدو هم ویل کیږي.

دا شمېرې د ودانۍ شاوخوا د ژغورنې عملیاتو پای ته رسیدو وروسته اعلان شوې او ژغورنډلې اعلان کړی چې نور د کنډوالو لاندې څوک نه دي پاتې.

ژغورنډلې ویلي، تېره شپه یې تر ۱۲ بجو د ۲۱ نورو کسانو مړي له کنډوالو راویستلي چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر نږدې سلو ته ورسید.

د ویډیو تشریح، د پېښور یوه جومات کې خونړۍ چاودنه

خیبر پښتونخوا کې نن یو ورځنی ماتم اعلان شوی. ددغه ایالت یوه چارواکي محمد اعظم خان په ټوله صوبه کې د یوې ورځې لپاره د ویر اعلان کړی.

دی وايي، حکومت د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې شریک دی او صوبايي‌ حکومت به اغېزمنې شوې کورنې یوازې پرې نږدي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پېښور پولیسو مشر په وینا د چاودنې په ځای کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پولیس وو . د رپورټونو له مخې د پېښور پولیسو مرکز دننه جومات کې دا چاودنه د ماسپښین لمانځه پر مهال شوې.

پاکستاني طالبان: دا برید له موږ سره هېڅ تړاو نه لري

وړاندې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) یوه لوړپوړي غړي ددغه برید مسؤلیت ومانه، خو دې ډلې وروسته پکې ښکېلتیا رد کړه.

د ټي‌ټي‌پي ویاند په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه کوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا پېښه له پاکستاني طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري او زموږ د لایحو او عمومي کړنلارې له مخې جوماتونو، مدرسو، د جنازې ځایونو او نورو مقدسو (سپېڅلو) ځایونو کې د مواخذې وړ کارونه جرم دی".

له دغې چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پېښور ته سفر کړی.

پاکستان

د عکس سرچینه، PM Office

شهباز شریف له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په دې چاودنه کې د ټپي شویو کسانو پوښتنې لپاره روغتون ته هم ولاړ.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، "همدا اوس له پېښوره راستون شوم. دا انساني غمیزه د تصور وړ نه ده.‌ دا پر پاکستان تر برید کم نه دی. ملت په غم او ژور ویر کې ډوب دی. شک نه لرم چې ترهګر زموږ د ملي امنیت تر ټولو لوی ګواښ دی"

هغه اعلان وکړ چې د کورنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې د خیبرپښتونخوا پولیسو د صلاحیت په ډېرولو کار وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

چاودنه د پېښور په یوه ډېره حساسه او امنیتي تدابیرو لاندې سیمه کې شوې، د بریدو موخه پاکستاني پولیس بلل کېږي.

د پېښور د پولیسو یوه مسول ریاض محسود په وینا "په دغه ځای کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او امنیتي ادارې په دې لګیا دي چې معلومه کړي د سخت امنیتي تدابیرو سربېره برید کوونکی څنګه دغه مهم ځای ته ځان رسولی."

د پېښور پولیسو لاین سیمه د دې ښار یوه حساسه امنیتي سیمه بلل کیږي، چې د پولیس مشرانو دفترونه او د ځينو هغو کورونه هم دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د پولیس لاین سیمې ته هر تلونکی کس ټینګ پلټل کېږي او هلته ګڼ شمېر پولیس د امنیت نیولو ته ګومارل شوي، د پولیس لاین شا ته د پېښور مرکزي زندان هم دی.

دا ځای د خیبر په نوم پر یوه مشهور سړک پروت دی او له دې ځایه یوه لار د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی او بله لار د ګورنر تر دفتره تللې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دا یو ځانمرګی برید بللی او په وینا یې د پېښې په اړه لومړنۍ څيړنې پیل شوې دي.

هغه ویلي، د دې ځانمرګي موخه پولیس وو او د هغه په وینا په چاودنه کې ډېری وژل شوي او ټپیان پولیس دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Empics

د پاکستان پخواني ولسمشر او د اوسني حکومت یوه شریک اصف علي زرداري په دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي "په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو فعالیتونه خورا خطرناک دي."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي "د ترهګرۍ ډيریدو ته په کتو موږ ته پکار دي، چې خپلې استخباراتي ادارې پیاوړې او خپل پولیس په نویو وسلو سمبال کړو."

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتنو یوه استازي محسن دوړ ویلي "په پښتونخوا کې له ډېرې مودې جګړه روانه ده او پښتانه په قصدي ډول وژل کېږي."

هغه ویلي، د پاکستان مرکزي حکومت اوس هم د افغانستان پر وړاندې له خپلې ناوړه او ناکامه پالیسۍ انکار کوي.

د هغه په وینا " د طالبانو ملاتړ کوونکي باید د ورته پېښو حساب او ځواب ورکړي."

له چاودنې وروسته په اسلام اباد او سېند کې امنیتي تدابیر سخت شوي

چاودنه

د عکس سرچینه، Social Media

په پېښور کې له دغې درنې چاودنې وروسته د اسلام اباد پولیسو مشر اکبر ناصر خان پاکستانۍ پلازمېنه کې د امنیتي تدابیرو د ډېرېدو اعلان کړی.

د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې راغلي "د اسلام اباد په ټولو لارو امنیتي پلټنې ډېرې شوې او د امنیتي کمرو له لارې د ښار څارنه هم ډېره شوې."

په اعلامیه کې راغلي چې د اسلام اباد په دنګو ودانیو او مهمو ځایونو کې ځانګړو ځواکونو ته د ځای پر ځای کېدو امر شوی. خلکو ته یې لارښوونه کړې چې د سفر پر مهال له ځانو سره خپلې پېژند پاڼې ولري او له پولیسو سره د امنیت په ټېنګښت کې همکاري وکړي.

دلته دا ځانګړي تدابیر داسې مهال نیول کېږي چې ټاکل شوې نن د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان په یوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ولاړ شي.

هلته وار له مخه نن حکومتي رخصتي اعلان شوې او له خلکو غوښتنه شوې وه چې له ډېرې اړتیا پرته له کورو ونه وځي.

د پاکستان په سېند ایالت کې هم پولیسو ورته خبرتیا خپره کړي او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیتي تدابیرو د ډېرولو لارښوونه کړي.