پر شاهین قول اردو د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی
افغان چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر یوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو لس کسیزه ډله ییز برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان دي.
رپوټونو کې ویل شوي د وژل شویو کسانو شمېر له هغه خورا لوړ دی، چې لومړي سر کې ویل شوي وو. د پوځي سرچنیو په وینا برید په شاهین قول اردو په ودانۍ کې دننه یوه جومات ته څېرمه شوی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې په دې برید کې تر سلو ډېرو ډېرو سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه ترڅېړنې لاندې ده او د مرګژوبلې شمېره هره شېبه بدلېږي.
وسله والو طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی. ددغې ډلې ویاند پر ټویټر د لسو بریدګرو انځور خپور کړی، چې په پوځي یونیفورم کې وسلې په لاس ولاړ دي.
د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي ویاند جان توماس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، برید 'لویه ضربه ' وه، چې په وینا یې ښايي قربانیان یې ډېر شي.
بل لور ته شاهین قول اردو کې یوې سرچینې، نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، بي بي سي ته ویلي، دغه برید څو ساعته وخت نیولی دی. د ننني برید پایله کې د امنیتي ځواکونو له اتیاوو ډېر کسان وژل شوي دي او له ۸۰ ډېر ټپیان دي. ۱۰ بریدګر هم دغه نښته کې وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، بريدګرو پوځي يونيفارم اغوستی وو او رینجزر موټرو کې راغلي وو، چې یو یې امنیتي کسانو پېژندلی و او دویم هغه د قول اردو ودانۍ ته ننوتی و.



د ۲۰۹ قول اردو یوې سرچیني بي بي سي ته وویل، بريد ځايي وخت د ماسپښين شاوخوا ۲ بجې شوی.
ویل کېږي بریدګر لس کسان وو، چې یو یې نیول شوی نور وژل شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، ټول بریدګر وژل شوي دي.
د قهار ارام په وينا، بریدګرو لومړی د قول اردو ودانۍ په دروازه کې چاودنه کړې او ودانۍ ته له ننوتو وروسته په یوه جومات او خوړنځي کې پټ شوی وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې.
وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی او افغان پوځ ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس سرچینه، Getty Images











