په كندهار كې سیمه ییز چارواکي وایي د افغان پوځ سرتېرو په ۲۰۵ اتل قول اردو كې يو ځانوژونکی بريدګر هدف ته تر رسیدو مخکې وواژه.
پېښه نن سهار شاوخوا يوولس بجې د كندهار ښار ختیځ لوري هوايي ډګر ته څېرمه ددغه قول اردو په دویم قراول كې رامنځ ته شوه.
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي بریدګر چې د افغان پوځ جامې اغوستې وې، غوښتل چې قول اردو ته ننوځي چې د افغان پوځیان له خوا پېژندل شوی او ډزې یې پرې کړې دي.
فیصل وایي، د ګولیو د لګېدو له کبله په بریدګر پورې تړلي چاودېدونکي توکي چاودلي چې له کبله یې د افغان پوځ یو كاركوونكى ټپي شوی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، په ۲۰۵ اتل قول اردو کې ځانوژونکی برید شوی،خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.












