د عکسونو البوم: مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو ځانمرګی موټربم برید
د افغانستان د شمالي ولايت بلخ امنیتي چارواکي وايي؛ په مزار شریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ طالبانو د تېرې شپې موټربم برید څلور ولسي وګړي وژلي او لږ ترلږه ۱۱۰ کسان یې ټپیان کړي. په برید کې د دغې ډیپلوماتیکې ادارې کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی. ولسمشر اشرف غني د جرمني پر کونسلګرۍ برید غندلی. طالبانو ویلي برید یې کندوز کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو وروستيیو عملیاتو په غچ کې کړی.










