د پېښور یوې مدرسې څنګ ته جومات کې چاودنې اته کسان وژلي ۹۰ نور ټپیان دي

د ویډیو تشریح، چاودنه داسې مهال شوې چې طالبان درس ته راغونډ شوي وو

د پښتونخوا مرکز پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، د ښار په زرګر اباد کې د یوې دیني مدرسې څنګ ته سپین جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې اته کسان وژل شوي او تر ۹۰ ژوبل دي.

په ویډیو کې ښکاري چې دیني عالم خبرې کوي او په دا مهال چاودنه کېږي، چې ور سره خلک د الله اکبر نارې وهي.

د پښتونخوا اطلاعاتو وزیر کامران بنګش په وینا، دې چاودنه کې تر دې دمه اته ماشومان مړه او له ۹۰ ډېر ژوبل دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریاله کوثر وحید اعوان وايي، چاودنه د زرګر اباد دیر کالونۍ په سپین جومات او مدرسه کې سهار ( د اکټوبر ۲۷) هغه مهال وشوه چې زدکوونکي د مدرسې لوی تالار کې په درس بوخت وو.

د پېښې ټپیان د پېښور لیډي ریډینګ روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځای ۷ مړي او تر ۷۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دې روغتون ویاند محمد عاصم وايي، د مړو او ټپیانو بدن سوځېدلی دی او بدن کې یې مڅلې یا چرې هم دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر ټوېټر لیکي، پېښور کې پر مدرسه دې ترهګریز برید غمجن کړی. دی وايي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ټپیانو ته د ژر روغېدو دعا کوي. نوموړي ویلي، د دغه وحشیانه برید مسئول به ژر د عدالت منګولو ته وسپاري.

چاودنه څنګه وشوه؟

د پېښور ښار د یوه امنیتي چارواکي وقار عظیم په خبره، باروت یا چاودېدونکي توکي په یوه بکس کې مدرسې ته وړل شوي وو:

چاودنه د مدرسې تالار کې شوې ده.
د عکس تشریح، چاودنه د مدرسې تالار کې شوې ده.

"باروتو چاودنه کړې سهار ماشومان مدرسه کې درس ته ناست وي درس وایي، روزانه درې ګړۍ دلته درس ته کېني، نږدې اته بجې یو نامالوم کس مدرسې ته راځي دلته یې بکس اېښی دی او دې بکس وروسته چاودنه کړې ده."

د لومړنیو مالوماتو له مخې، چاودنه کې له پڼځو تر شپږ کیلو باروت کارول شوي دي.

دا جومات چېرې دی؟

د پېښور دیر کالونۍ پر رېنګ روډ څو ګامه لیرې جومات کې د "دارالعلوم زبیریة" مدرسه همد ده، چې د مولانا سیمع الحق له اکوړه دارالعلوم حقانیه مدرسې سره تړاو لري.

پېښور

په جومات کې موجودو کسانو ویلي، په دې مدرسره کې د طالبانو یا زدکوونکو شمېر تر دوو زرو اوړي، چې سهار جومات کې د سبق لپاره راټولېږي.

دوی وايي، په مدرسه کې ډېر کسان له پېښور د بهر سیمو اوسېدونکي دي او یوشمېر افغان طالبان هم سبق پکې وايي.

یوه عیني شاهد ویلي، د چاودنې پرمهال د هغه سالون له دروازې سره ناست و چې زدکوونکي پکې راغونډ شوي وو.

له چاودنې وروسته، هره خوا لوګی او اور و.

لا هم د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.