نوښار او مردان کې چاودنو ۹ کسان ووژل او تر ۱۸ ټپیان کړل

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انځور د پخوانۍ پېښې دی.

د پښتونخوا په نوښار او مردان کې د دوو چاودنو له امله د نهو کسانو د وژل کېدو او ۱۸ ټپي کېدو خبره کېږي.

ځايي چارواکي وايي، نوښار کې د سې شنبې په ورځ د یوې زړې هاوان ګولۍ چاودنې سره پنځه کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د نوښار یو امنیتي چارواکی نجم الحسنین ځايي رسنیو ته ویلي، یوه لاروني له سیند دا ګولۍ پورته کړې او وروسته چاودلې ده.

ځايي رسنۍ هم وايي، کابل سیند کې ځینې کسانو دا ګولۍ موندلې وه او کباړې باندې یې پلورله چې وچاودله.

ځايي چارواکي وايي، افغانستان کې وروستیو ورښتونو ناچاودي مهمات وروړي او ځايي خلکو په تېروتنه د کباړ په نوم ټول کړي دي.

دوی دا هم وايي، چې تر اوسه دغه سیمه کې ۲۵ ماینونه کشف شوي دي.

له بلې خوا نوښار ته نژدې مردان کې هم په بایسکل کې د اېښي بم د چاودنې له امله د یوه پلار او د هغه د دوو لوڼو په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

دا چاودنه شهیدانو بازار کې له یوه مشهور هوټل سره تېر ماښام ځايي وخت اوه بجې شوې ده.

ټپیان د درملنې لپاره د مردان روغتون ته وړل شوي او چارواکي وايي، د ځینې هغو روغتیايي حالت نازک دی.

ځايي خلک وايي، له چاودنې څو شیبې مخکې د پېښې ځای سره د پولیسو ګاډی هم ولید، خو مالومه نه ده چې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

ځایي چارواکي دا پېښه ترهګریز برید بولي.