مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

مردان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسما د تېرې شنبې په ګهیځ له خپل کوره لادرکه شوې وه او د دوشنبې په ورځ د ګنیو پټي کې د هغې مړی وموندل شو.
    • Author, رحمن الله
    • دنده, بي بي سي، پېښور

بې بې سې ته معلومه شوې چې په مردان کې د تېرې يکشنبې په ورځ پر څلور کلنې ماشومې اسما بهرام جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده.

اسما د مردان په ګوجر ګړهي کې له خپله کوره ترۍ تم شوې وه. عیني شاهدانو ویلي، د کلي په لاسپیکرونو کې د هغې د ورکې اعلانونه وشول.

دا په یوه اونۍ کې پر کمکیو نجونو د جنسي تېري دویمه پېښه ده.

د پنجاب ایات قصور ښار کې پر یوې اوه کلنې زینب هم ورته جنسي تېری شوی و او بیا یې مړی د هغې کور ته څېرمه په کثافاتو کې اچول شوی و.

دې پېښې پاکستان کې د خلکو غوسه راپاروله او میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن شول.

اسما د تېرې شنبې په ګهیځ له خپل کوره لادرکه شوې وه او د دوشنبې په ورځ د ګنیو پټي کې د هغې مړی وموندل شو.

وړاندې چارواکو ویلي وو، له هغې سره زورزیاتی شوی او د ساه بندېدو له کبله مړه شوې ده.

پنجاب

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پاکستان پنجاب ایالت قصور کې د زینب له وژل کېدو وروسته د جمعې په ورځ لویې مظاهرې وشوې.

که څه پر هغې د جنسي تېري خبره چارواکو رد کړې وه، همدا وو چې کیسه یې د زینب په څېر په رسنیو کې د سر ټکی ونه ګرځېد.

د سې شنبې په ورځ (جنوري ۱‍۶مه) د مردان ولسوالۍ ډسټرکټ ناظم حمایت الله مایار بي بي سي ته وویل، پر اسما جنسي تېری شوی.

نوموړی زیاتوي، اسما د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې یوه چا ورڅېرمه پټیو ته بېولې، لومړی یې جنسي تېری پرې کړی او بیا یې وژلې ده.

ښاغلي مایار زیاته کړه، د مردان ملکي روغتون ډاکټره کلثوم چې د اسما طبي ازموینه یې کړې، ویلي چې پر اسما جنسي تېری شوی.

د اسما پلار بهرام په سعودي عربستان کې مزدوري کوي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن کړي.