پېښور کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی، اته کسان ژوبل دي

د عکس سرچینه، Reuters
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي، د ملېشه ځواکونو پر کاروان برید شوی چې له امله یې د درې سرتېرو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.
د پولیسو یو مشر سجاد خان بي بي سي ته ویلي، چې دا پېښه د سې شنبې په سهار د پېښور ښار څېرمه ناګومان سیمه کې د دواود زی تاڼې په حدودو کې شوې ده.
د هغه په خبره، د ملېشه ځواکونو کاروان له مومند ایجنسۍ د پېښور په لور روان و چې له دې پېښې سره مخ شو.
هغه زیاتوي، په ټپیانو کې درې سرتېري او پنځه ولسي وګړي دي.
امنیتي سرچینې وايي، چې ټپیان په پېښور ښار کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دوی دا هم وايي، دا چاودنه د چارسدې، مومند ایجنسۍ او پېښور پولو سره نږدې شوې ده.








