د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر قاري امجد څوک دی؟

د عکس سرچینه، @abdsayedd
امریکا متحدو ایالتونو د پاکستاني طالبانو تحریک مرستیال مشر قاري امجد چې د ''مفتي مزاحم '' په نامه هم مشهور دی، نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی دی. د یادونې ده، چې قاري امجد د پاکستاني طالبانو په ''مزاحمې څانګې '' مشر هم دی.
امریکا په دې نوم لړ کې د دریو نورو کسانو نومه هم شامل کړي، چې د القاعده ډلې غړي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویل شوي، د دې کسانو نومونه ځکه په یاد لیست کې شامل شوي، چې دوی په خپلو ترهګرو ډلو کې د مشرتابه رول لري.
په دې کسانو کې د هند لویې وچې اسامه محمود، عاطف یحیی غوري او محمد معروف نومونه شامل دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته شوې، امریکا متحده ایالتونه به ټول توان وکاروي چې له افغانستانه د ترهګرۍ هره هڅه شنډه کړي.
بیان زیاتوي امریکا به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ مرکز په توګه وکارول شي.
پاکستاني طالبانو ویاند په دې هکله ''تاسف څرګند کړی '' او په وینا یې دوی امریکا، پاکستان او نورو ټولو ته په ډاګه کړې، چې د خپلو ملي او دیني ارزښتونو لپاره جګړه کوي او هېڅ بهرنۍ اجنډا نه لري.
د امریکا په بیان کې ویل شوي، قاري امجد د پاکستان خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو فعالیتونو مسوول کس دی.
د یادونې ده، چې څو ورځې مخې پاکستاني طالبانو پر وټس اپ یوه خپره شوې اعلامیه کې خپلو وسله والو ته امر کړی و، چې پاکستان کې بریدونه پیل کړي. د دې اعلامیې په پای کې د مفتي مزاحم نوم لیکل شوی، چې ګواکې دا اعلامیه یې خپره کړې.
قاري امجد څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
قاري امجد د خیبر پښتونخوا دیر سیمې اوسېدونکی دی. د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د دیر ځايي سرچینو له قوله وايي، قاري امجد په ځايي ښوونځي کې له لومړنیو زدکړو وروسته د جندول سیمې په یوه مدرسه کې دیني زدکړې کړې دي.
د نوموړي د پلار په هکله ویل کېږي چې په ځايي دولتي ښوونځي کې استاد و.
یوه ځايي چارواکي د نوم نه یادولو په شرط بي بي سي خبریال ته ویلي چې نوموړی په ۲۰۰۷ یا ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال په طالبانو تحریک کې شامل شو چې په سیمه کې سخت دریځي اوج ته رسېدلې وه او نوموړي په وسله والو فعالیتونو کې مهم رول درلود.
د نوموړي په هکله ویل کېږي چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۱۰ کال کې لومړی ځل افغانستان ته تللی و او بیا یې د تګ راتګ دا لړۍ تکرار شوې. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د قاري امجد یو ورور له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی، خو بي بي سي و نه توانېده د دې موضوع تائید ترلاسه کړي.
ځايي اوسېدونکي وايي، له عام محضره له لېرې کېدو یا افغانستان ته له تلو وروسته د قاري امجد له خپلې سیمې سره اړیکي کم شوي دي.
د چارو شنونکی مشتاق یوسفزی وايي، داسې ښکاري چې د پاکستاني طالبانو د مشر مرستیال په توګه د قاري امجد ګومال کېدو مهم لامل له مالاکنډ سیمې سره د نوموړي تعلق دی.
ښاغلی یوسفزی وايي، د پاکستاني طالبانو هغه ډېری قومندانان وژل شوي، چې د مالاکنډ سیمې اوسېدونکي وو او ښايي د دې سیمې په استازیتوب نوموړي ته د پاکستاني طالبانو په تحریک کې د مرستیال مشر مسوولیت سپارل شوی وي.









