د بلوچستان ږوب کې ترافیکي پېښه؛ ۱۹ تنه وژل شوي، ۱۴ ټپيان دي
پاکستان کې د بلوچستان ایالت اړوند د ږوب ښار شېراني ولسوالۍ کې یوه ترافیکي پېښه کې لږتر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان دي.
چارواکو ویلي دا پېښه 'دانه سر' غرونو سیمه کې ژورې کندې ته د یوه مساپر وړونکي موټر د لوېدلو له کبله رامنځ ته شوه.
دا موټر د پلازمېنې اسلام اباد کوټې ته روان وو چې دې غرنۍ سیمه کې له سړک ووت او کړنګ ته پرېوت.
د شېراني ولسوالۍ یوه ځايي چارواکي 'مهتاب شاه' سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۱۹ تنه مړه او څوارلس نور ټپیان دي.
د شېرانیو د دانه سر غرونه ژورې کندې لري.
ډپټي کمشنر شېراني بي بي سي ته ویلي، چې پېښه له راولپنډۍ نه کوټې ته د مسافرو بس د تېز رفتارۍ او چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
په دې بس کې ۳۳ کسان سپاره وو، چې وژل شوي او ټپیان د ږوب او نژدې روغتونونو ته وړل شوي.
د سوپر ایورګرین شرکت په وینا، د پېښې سیمه غرنۍ ده چې د باران له کبله ډېر کله ښویینه کېږي.

د ږوب روغتون ډاکتر نورالحق ویلي، دوی ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي چې د دریو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
که څه دغه ځای کې سړک په دې وروستیو کې پوخ 'ډامبر' شوی خو ځینې عیني شاهدان وايي دغه مساپر وړونکی بس بېګاه هلته د تېز باران له امله کندې ته لوېدلی.
پاکستان کې ترافیکي پېښې هر کال د ګڼې مرګژوبلې لامل کېږي.
تېره میاشت د همدغه بلوچستان ایالت قلعه سیف الله کې په یوه ورته ترافیکي پېښه کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي وو.
په دوی کې نهه کسان د یوې کورنۍ غړي وو.
هغه وېګن موټر له ږوب ښاره لورلايي ته د تګ پر مهال دې پېښې سره مخ شوی و.
د هغې پېښې قربانیانو کې د لورلایي د پولیسو مشر او یو افغان وګړی هم و.
د لارو خرابوالی، زاړه موټرونه او د چلوونکي بې احتیاطي د دغو پېښو لامل ګرځي.

د عکس سرچینه، RESCUE 1122











