پېښور کې د ۴ افغان سندرغاړو د نیول کېدو پر ضد احتجاج اعلان شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو څلور افغان سندرغاړي په دې تور نیولي چې ګواکې هلته په ناقانونه توګه اوسېدل. د دې سندرغاړو نیولو هلته سخت غبرګونونه راپارولي او ګڼو کسانو د پولیسو دا ګام غندلی دی.
دغه افغان سندرغاړي د کابل تر سقوط وروسته پېښور ته تللي وو، او ډېری يې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
په پېښور کې د تاکال پولیس وايي، څلور افغان سندرغاړي يې د فارن ایکټ یا د ناقانونه اوسېدو په جرم نیولي دي.
د پېښور د تاکال پولیسو تاڼې یوه چارواکي ګوهر بي بي سي سره خبرو کې د دې نیول شويو افغان سندرغاړو نومونه ندیم شاه، نورالله، سعیدالله او اجمل یاد کړل، چې په خبره يې څلور واړه په زندان کې دي.
د دې افغان سندرغاړو تر نیول کېدو وروسته په پښتونخوا کې پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو د پولیسو دغه ګام غندلی او د هغوی د بېرته خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
ګڼو کسانو وېره څرګنده کړې، چې نیول شوي افغان سندرغاړي باید بېرته خپل وطن ته ونه لېږدول شوي، ځکه ځکه هلته یې ژوند په خطر کې دی.
پښتونخوا کې د هنرمندانو یوې ټولنې په همدې تړاو د دوشنبې پر ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته د یو احتجاج اعلان هم کړی دی او ټاکل شوې ده د پښتونخوا له حکومت غوښتنه وشي چې د افغان هنرمندانو د نیونې او د پولیسو لخوا د هغوی د ځورونې مخه دې ونیولی شي.

د عکس سرچینه، Hunar Kor
هملته په پېښور کې مېشت یو قانوني وکیل فهیم مروت له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په دغه ډول قضیو کې که نیول شوی کس په ناقانونه توګه د اوسېدو جرم ومني، نو تر څو شپو زندان وروسته به بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي.
د نیول شوي افغان سندرغاړي اجمل پلار - شېرین اغا خالقیار بیا بي بي سي ته وویل، دوی له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې پېښور ته راغلي او همدلته مېشت شوي دي.
ښاغلی خالقیار زیاتوي، دا مهال ګڼ شمېر افغان سندرغاړي پېښور کې خپل هنري کارونه کوي او د روزګار په لټه کې دي. نوموړی وایي: "اوس خو زموږ په وطن کې پروګرامونه نه کېږي، نو اکثره دلته راغلي دي او ټول دلته پروګرامونه کوي".
د تېر کال اګست میشت کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د یو شمېر نورو افغان کدرونو ترڅنګ ډېری افغان هنرمندانو هم خپل هېواد پرېښود او د پاکستان په ګډون بیلابیلو هیوادونو ته يې پناه یوړه.
موسیقي او ګڼ نور هنرونه د طالبانو په حکومت کې 'حرام' بلل کېږي او د دوی له راتګ سره افغانستان کې پر کنسرتونو او د موسیقۍ په پروګرامونه بندیز لګېدلی دی.










