پېښور کې د سندرغاړي کرن خان پر محفل چاپه؛ پولیس وايي خلکو ورته شکایت کړی و

د عکس سرچینه، Karan khan
- Author, سلمان یوسفزی
- دنده, ازاد خبریال
د خیبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې پولیسو د پښتو ژبې د وتلي سندرغاړي کرن خان د موسيقۍ پر بنډار چاپه وهلې او د رپوټونو له مخې پوليسو يې د موسيقۍ الات مات کړي دي.
سرچينې وايي دغه پېښه تېره شپه شوې او ويډيوګانې يې پر ټولنيزو رسنيو خپرې هم شوې.
خلکو د پولیسو دغه کار ته غبرګون ښودلی او په پراخه کچه یې غندلی دی.
د موسيقۍ د دغه محفل یو ګډونوال دلشاد اپريدی وايي " دا زمونږ د يوه ملګري د واده پروګرام و او موږ نږدې ملګرو په يو حجره کې دننه د موسيقۍ يو ساده شان بنډار راجوړ کړی و. کله چې پروګرام پيل شو نو دغه مهال پوليسو پر موږ چاپه ووهله، هغوی د پوليسو په جامه کې د الله اکبر نارې وهلې او د کرن خان په خوا يې ورمنډه کړه. موږ چې دا هر وليدل نو ووېرېدو چې ګني طالبان راغلل خو داسې نه وو، پوليس وو."
نوموړی وايي پوليسو د چا خبره نه اورېده او زموږ پر وړاندې یې د سندرغاړو د موسيقۍ الات مات کړل.
ښاغلی اپریدی ادعا کوي چې "پوليسو له کرن خان سره هم ناوړې چلند وکړ او له هغو تماشاچیانو يې موبایلونه واخیستل چې ويډيوګانې یې جوړولې. د دې ترڅنګ يې د ناواک (زوم) په ګډون نهه تنه له ځان سره د پېښور پشتخرې تاڼې ته بوتلل کوم چې د ضمانت نه پس خوشې کړې شوي دي."
په دې اړه مو پخپله له کرن خان سره هم د اړیکې هڅه وکړه چې د هغه دريځ مالوم کړو خو بريالي نه شو او د هغه نمبر بند و.

د عکس سرچینه، karan Khan
بلخوا د پشتخرې تاڼې ايس ايچ او ظفرخان وايي دوی د سيمې خلکو د شکایت له مخې دا ګام پورته کړی چې يو خوا په دغه سيمه کې د شبقدر شپه لمانځل شوه او بل خوا دغه خلکو د موسيقۍ بنډار تود کړی و.
پوليس دريځ لري چې موږ پر موسيقۍ يو ډول بنديز هم نه دی لګولی خو يوازې مو د دې سيمې د اولس په غوښتنه عمليات کړي او په دې کې مو په چا هم مقدمه نه ده درج کړې."
دغه پېښې ته د اولس غبرګون د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د کتلور ایالتي وزير خادم حسين د موسيقۍ په بنډار د شوي بريد په کلکه غندنه کوي او وايي "د پوليسو لخوا د موسيقۍ په بنډار بريد، د ټنګ ټکور الات ماتول، ګډون وال وهل د پښتونولۍ، هنر او کلتور سپکاوی دی. دا د ارټ پر ضد غنده ګردي ده، دا د پوليس په جامه کې ترهګري کول دي او د ککړ پوليس چارواکو پر ضد دې ژر تر ژره کاروايي وشي ګني دوی به په احتجاج کولو مجبوره شي۔"
همدا راز د ملاکنډ سره تړاو لرونکي شاعر او موسيقار امجد شهزاد وايي " کرن خان زمونږه وياړ دی او هنر او سندره زمونږ د کلتور يو ځلنده برخه ده۔ کرن خان ټول عمر د باچا خانۍ سندرې ویلې دي. پکار ده چې زمونږ قامي ګوند عوامي نېشنل پارټي د پوليس ګردۍ او د پوليس په جامه کښې د طالبانایزېشن او ښکاره ترهګرۍ په خلاف سخت غبرګون ښکاره کړي او په دغه اړه عملي او قانوني ګامونه پورته کړي."
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان خېبرپښتونخوا ايالت کې د سخت دريځي پېښې ډېرې شوې دي او څېړونکي وايي د طالبانو اغېز پر دې سيمو هم پريوتی دي.
د کابل تر سقوط وروسته په لسګونو افغان کډوال پېښور او د پاکستان نور سيمو ته راغلي چې د افغانستان ګڼ هنرمندان هم پکې شامل دي۔
دغه هنرمندان وايي په افغانستان کې د موسيقۍ بنډارونو لپاره ماحول سازګار نه و، نو ځکه دوی کډې کولو ته مجبوره شول خو که چېرې پېښور کې هم د موسيقۍ په بنډارونو دغه ډول بريدونه کيږي نو انديښنه لري چې دوی به دلته هم د ستونزو سره مخ شي.









