د بلوچستان ځنګلونو کې اور لګېدنه ۱۴مه ورځ لا دوام لري؛ نږدې کلیو ته خطر پېښ دی

اور
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د بلوچستان د پښتون مېشتې شېراني سیمې په غرونو او ځنګلونو کې لګېدلی اور څوارلسمه ورځ هم نه دی وژل شوی او اوس وېره شته، چې دغه اور نژدې کلیو ته ورسېږي.

پاکستان له ګاونډي هېواد ایران څخه د دغه اور په وژلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده، چې هلته ځايي چارواکي وايي، نن به له ایرانه اور وژونکې الوتکه سیمې ته ورسېږي.

د دې اور وژلو په هڅه کې لږ تر لږه درې تنه ځايي ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په شېراني کې ځايي وګړي وايي، چې دغه اور دیارلس ورځې وړاندې د سلیمان غر په تور غره کې ولګېد، چې تر هغه وروسته د دنې غر او اوس د کسې غره ته رسېدلی دی.

ځايي وګړی شېرباز خان شېرانی ادعا کوي، په بېلابېلو غرونو کې اورونه لګېدلي دي. له دې سره تراوسه دا څرګنده نه ده، چې دغه اور لومړی څنګه ولګېد، خو د بلوچستان ځايي چارواکي ادعا کوي، چې اور د تندر پرېوتو له امله لګېدلی دی.

په سیمه کې ځايي چارواکي وايي، پاکستان له ایران څخه د دې اور وژلو کې د مرستې غوښتنه کړې او ټاکل شوې چې نن له ایرانه یوه اور وژونکې الوتکه سیمې ته ورسېږي.

بلوچستان

سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې یوه يا دوه هیليکوپټر د دې اور وژلو عملیاتو کې تر سترګو کېږي، خو هلته ځايي وګړي بیا ادعا کوي، چې د ځڼغوځیو ونو ته د دې هیليکوپټرو د وزرو د باد له امله هلته اور لا نور تازه شي.

د ونو بوټو ژغورلو غورځنګ مشر سالمین خپلواک له بي بي سي سره خبرو کې وویل، که زرغون زور ځای ته دغه اور ورسېد، نو ښايي په مړ کېدو کې يې میاشتې ولګېږي.

د شېراني سیمې په دې غرونو کې تراوسه د اور وژلو تر ټولو زیاتې هڅې پخپله ځايي خلکو کړې دي.

بلې خواته د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، لومړی وزیر شهباز شریف تېره شپه د بلوچستان له ایالتي چارواکو سره په همدې هکله بېړنۍ غونډه کړې او په اور وژلو کې يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.