نوي ډیلي کې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، ANI
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې چارواکو ویلي چې د اداري دفترونو یوې څلور پوړه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
دا پېښه د ډیلي لوېدیځ کې د مېترو "مونډکه" تمځای ته څېرمه شوې او فکر کېږي چې اور به د برېښنا د یوه شارټ ساکېټ له کبله لګېدلی وي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر دې پېښه خواشیني ښودلې او په هغې کې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته یې د ۲۰۰ زره هندي روپیو د ورکولو اعلان کړی.
ویل شوي چې د اور لګېدو پر مهال دې ودانۍ کې تر ۷۰ ډېر کسان وو.
پولیسو ګڼ کسان د ښیښو تر ماتولو وروسته د پړو په وسیله ژغورلي دي.
چارواکو ویلي د ډېرو کسانو مړي دودانۍ دویم پوړ کې موندل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه ځايي مسوول جوګي رام جاین وايي دې ودانۍ د اور لګېدو پر وړاندې د خوندیتابه جواز نه درلود.
هندوستان ټایمز ورځپانې د هغه له خولې لیکلي چې د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې او که مالومه شي چې د ښاروالۍ کوم چارواکي تېروتنه یا ناغېړي کړې، سخت غبرګون به وګوري.
هندي رسنۍ وايي دوه کسان هم د پېښې په تړاو څېړنو لپاره نیول شوي دي.









