د منظور پښتین پر قافله بلوچستان کې ډزې شوې دي؛ یو تن ټپي دی

منظور پښتين

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، د چارشنبې پر ورځ د بلوچستان ژوب ته نږدې ټنګه سیمه کې د غورځنګ مشر منظور پښتین پر قافله ډژې شوې دي.

غورځنګ ادعا کوي چې دا ډزې د پاکستان ملیشه ځواکونو (اېف سي) کړې دي او د دوی یو ملګری نور باشاده پکې ټپي شوی هم دی.

پر خواله رسنیو یوه خوره شوې ویډیو کې ښکاري چې منظور پښتین د ملیشه ځواک کسانو لخوا یوې خوا ته بېول کېږي، او شاوخوا یې د غورځنګ پلویان احتجاج کوي.

په یوه بله ویډیو کې ښاغلی پښتین د خپلو ګڼو ملاتړو په منځ کې ولاړ دی او وایي، د دوی دوه ملګري د ملیشه ځواکونو لخوا نیول شوي او بېول شوي دي.

منظور پښتین په خپره شوې ويډيو کې وايي، چې امنیتي ځواکونو د ده ملګري بلال او ادریس دواړه نیولي دي.

یاده دې وي چې منظور پښتین د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي دریم تلین کې د ګډون لپاره کلا سیف ته تللی و.

د ږوب سیمې مرستیال کمشنر محمد رمضان پلال له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "د غورځنګ پر موټر امنیتي ځواکونو ډزې نه دي کړې او زیاتوي، که غورځنګ غوښتنه وکړي، نو د دې پېښې پلټنې کولی شي".

بلې خواته د دې پېښې پر ضد په ږوب او یو شمېر نورو سیمو کې د غورځنګ پلویانو احتجاجونه پیل کړي دي.