له منظور پښتين سره ځانکړې مرکه
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین وايي، د پاکستان پارلمان ته يې د ځينو غړیو تلل د هغوی خپله پرېکړه ده او له دې سره د غورځنګ هېڅ کار نشته.
ښاغلي پښتین له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، علي وزیر او محسن داوړ چې پارلمان ته تللي، نو د غورځنګ له پرېکړو يې سرغړونه کړې، خو زیاتوي، د هغوی په کور کومېټۍ کې پاته کېدل یا نه پاته کېدو پرېکړه به خپله په کور کومېټه کې کېږي.
زموږ همکار خدای نور ناصر ورسره مرکه کړې ده.