تر پېښور ژوبڼ د افغانستان یږې څنګه ورسېدې؟

- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
د پېښور ژوبڼ کې دوه د یږې بچي چې له افغانستان وړل شوي، خوشال نه ښکاري او ښایي له همدې کبله دواړه د جال له هغې خوا خلکو ته په حسرت ور ګوري.
دا بچي یوه ښځه او بل نر دی او چلن یې داسې ښکاروي چې د کوم انسان لاس لګېدل نه خوښوي.
دوی د پېښور نوي ژوبڼ کې د کوټې ورسۍ ته پورته کېږي او بیا بهر ګوري.
دا کتل یې ښيي چې دا ځنګلي ژوي بند کې خپه دي او بهر ته کتو سره یې زړه سکون کوي.
له کومې ورځې چې دا یږې دې کوټه کې اچول شوې، ورسۍ کې د یو بل څنګ ته ناستې وي او بهر ګوري.
تر پېښور رسول

د عکس سرچینه، Getty Images
پښتونخوا کې ځنګلساتې اداره وايي، افغانستان کې چا د یږې دا بچي نشه کړي او بورۍ کې اچولي دي، خو تورخم کې چارواکو ترې نیولي او بیا یې د دې ادارې په همکارۍ ژوبڼ ته سپارلي دي.
د پېښور ژوبڼ مشر اشتیاق خان وايي، کله چې امنیتي ځواکونه بورۍ ته ګوري، نو څه پکې خوځېږي او اواز هم ترې وځي، ځکه بوجۍ خلاصوي او دا ژوي پیدا کوي.
ځنګل ساتې اداره وايي، دواړه بچي روغ دي، خو دوی اوس په دې کار کوي چې دا بچي له انسانانو سره روږدي کېږي او که ځنګلي دي.
د اشتیاق خان په خبره، ښکاري داسې چې دا ځنګلي یږې دي او عمر یې هم تر یو کال دی:
"وزن یې له ۳۰ تر ۳۵ کیلوګرام دی او د وچ موسم یږې دي."
د ژوبڼ چارواکي وايي، د دوی د عادتونو له ارزولو وروسته به پرېکړه کوي چې ځنګل کې یې خوشي کړي او که یې ژوبڼ کې وساتي.
څنګه ښکار کېږي؟

اشتیاق خان وايي، د یږ بچی له زېږون وروسته خپلې مور ته ډېر نږدې اوسېږي او ان یو پل هم ترې نه بېلېږي:
"ډېری ښکاریان د بچیانو د نیولو لپاره د دوی مور وژني وروسته یې بجی پرېشان وي نه پوهېږي چې اوس څه وکړي او دغه حالت کې یې ښکاري ونیسي."
نوموړی دا هم وايي، چې دا بچي ډېر خونړي نه دي او ان په ځان ساتلو هم نه پوهېږي.
دی وايي، د دې بچیانو حالت هم ښيي چې ښايي مور یې په مخ کې وژل شوې وي.
افغانستان او پاکستان کې یږې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او پاکستان کې دوه ډوله- نسواري او تورې- یږې پیدا کېږي.
پاکستان کې نسواري یږې ډېرو لوړو سیمو کې اوسېږي لکه ګلګت.
تورې یږې هم چترال، کوهستان، دیر او ګلګت په ټیټو سیمو کې پیدا کېږي.
اشتیاق خان وايي، د واورې موسم کې یږې د خوړو په تمه ټیټو سیمو ته ځي.
هغه زیاتوي، له افغانستان مختلف ژوي قاچاق کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې توره یږه قاچاق شوې ده.









