له ژمني خوب د یږ ژر ویښېدل انسان ته څه خطر پېښوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سږ کال دې وخت کې د روسیې، فنلنډ، کاناډا او امریکا په ګډون نورو هېوادونو کې هم یږ ولیدل شو.
په دودیز ډول د کال دې وخت کې یږ نه لیدل کېږي او دې خبرې پوښتنې پیدا کړې دي.
یخ موسم کې یږ ویده وي، چې دا خوب یې د انرژي ساتلو کې مرسته کوي او له څه خوړلو پرته ژوندی پاتېږي، خو سږ کال یې له وخت مخکې ښکار پیل کړی دی.
اروپا کې دا وار د ژمي موسم هم ګرم دی او امریکا کې هم ډیسمبر او جنورۍ کې تودوخه ډېره وه، ځکه د یږ ویښېدل هم موسمي بدلون بلل کېږي.
د ځنګلي ژوو کارپوه ایلن رایټ دا پېښه د یږ او انسان لپاره ښه خبر نه بولي.
پر یږ څه اغېز کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایلن رایټ د یږ لپاره لویه ستونزه د خوراک موندل بولي، ډېر خوراک به پیدا نه کړي، ځکه بوټي او واړه ځناور نشته.
نوموړی وايي، یږې به لنګې شي، خو ځواکمنې به نه وي او خبل بچي به سم نه شي مړولی، ځکه ښايي تر پسرلي پورې ځینې بچي مړه شي.
ایلن رایټ د انسان لپاره بد خبر دا بولي چې یږ له انسان سره تراوسه اړیکه جوړول نه غوښتل، خو اوس چې خوراک نشي موندلی، نو د انسانانو استوګنیزو سیمو ته به ځي.
تېر کال د روسیې یوه سیمه کې هغه مهال بېړنی حالت شو چې لسګونه واورین یږ د خوراک موندلو لپاره د انسانانو سیمې ته لاړل او پر خلکو یې بریدونه وکړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی رایټ وايي، د دې لپاره چې ورته پېښې ونه شي پکار ده، یږ په ژوبن یا د ځنګلي ژوو سیمو کې وساتل شي.
د مسکو ژوبڼ کې هم یږ د ژمي له خوب ژر بیدار شوی، خو چارواکي وايي، دوی همدا تمه درلوده.
ایلن وايي، که یږ د انسانانو استوګنیزو سیمو ته د خوړو موندلو لپاره لاړ باید خلک ترې ځان لرې وساتي.








