رومانیا کې پر انسانانو د یږو بریدونه؛ درې کسان وژل شوي

Bear in road

د عکس سرچینه، Brasov Roads and Bridges Directorate

د عکس تشریح، رومانیا په اروپا کې د یږو تر ټولو لوی نفوس لري

په رومانیا کې په دې وروستیو کې د وحشي یږو لخوا پر انسانانو بریدونه ډېر شوي، او دا اندېښنه پیدا شوې چې د دې ځناورو نفوس له کنتروله وتلی. یوازې په تېره میاشت کې په رومانیا کې، چې په اروپا کې د خوندي شویو یږو تر ټولو ډېر نفوس لري، درې کسان د دې ځناورو لخوا وژل شوي دي.

چارواکي وایي، د دې یږو نفوس باید کنترول شي، او ځینو سیاستوال خو د "یږو پر ضد جګړې" وړاندیز هم کړی دی.

په رومانیا کې د یږو ټول نفوس شاوخوا شپږ زرو ته رسېږي، او دې وروستیو کې پر انسانانو بریدونو او نورو پېښو کې ډېروالی راغلی.

په تېره اکتوبر میاشت کې یو ۶۱ کلن کب نیوونکی د یږو په برید کې ووژل شو. په هماغه اکتوبر میاشت کې یږو په یو بل ۴۶ سړي هم برید وکړ او ټپي یې کړ.

او همدا روانه نومبر میاشت کې یو ۶۳ کلن شپون هم په ځنګله کې د یوه یږ لخوا ووژل شو.

Bear in Zabala, Transylvania

د عکس سرچینه، Levente Peter

د عکس تشریح، ځینې په دې باور دي چې د یږو نفوس کنترولولو لپاره باید د دوی پر ښکار لګېدلی بندیز ختم شي

په تېر یوه کال کې د یږو لخوا د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته رسېږي، او پر انسانانو لسګونه نور بریدونه هم شوي دي.

رومانیایي چارواکي وایي، په ځینو سیمو کې بزګر د یږو له وېرې په ډاډه زړه خپلو کروندو ته نشي تللی، او خپلو کلیو کې ازاد نشي ګرځېدلی.

په ۲۰۱۶ کال کې د رومانیا د یږو د ښکار پر سیالیو بندیز ولګاوه، او هغه مهال دا پرېکړه د چاپېریال ساتونکو ډلو لخوا وستایل شوه.

خو اوس داسې ښکاري چې د دې ځناورو ډېرېدونکي نفوس ځینو سیمو کې انسانانو ته ستونزې او ګواښ رامنځته کړی. له همدې کبله یو شمېر خلک استدلال کوي چې د دوی پر ښکار لګېدلی بندیز دې ختم کړل شي.