تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رومانیا کې پر انسانانو د یږو بریدونه؛ درې کسان وژل شوي
په رومانیا کې په دې وروستیو کې د وحشي یږو لخوا پر انسانانو بریدونه ډېر شوي، او دا اندېښنه پیدا شوې چې د دې ځناورو نفوس له کنتروله وتلی. یوازې په تېره میاشت کې په رومانیا کې، چې په اروپا کې د خوندي شویو یږو تر ټولو ډېر نفوس لري، درې کسان د دې ځناورو لخوا وژل شوي دي.
چارواکي وایي، د دې یږو نفوس باید کنترول شي، او ځینو سیاستوال خو د "یږو پر ضد جګړې" وړاندیز هم کړی دی.
په رومانیا کې د یږو ټول نفوس شاوخوا شپږ زرو ته رسېږي، او دې وروستیو کې پر انسانانو بریدونو او نورو پېښو کې ډېروالی راغلی.
په تېره اکتوبر میاشت کې یو ۶۱ کلن کب نیوونکی د یږو په برید کې ووژل شو. په هماغه اکتوبر میاشت کې یږو په یو بل ۴۶ سړي هم برید وکړ او ټپي یې کړ.
او همدا روانه نومبر میاشت کې یو ۶۳ کلن شپون هم په ځنګله کې د یوه یږ لخوا ووژل شو.
په تېر یوه کال کې د یږو لخوا د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته رسېږي، او پر انسانانو لسګونه نور بریدونه هم شوي دي.
رومانیایي چارواکي وایي، په ځینو سیمو کې بزګر د یږو له وېرې په ډاډه زړه خپلو کروندو ته نشي تللی، او خپلو کلیو کې ازاد نشي ګرځېدلی.
په ۲۰۱۶ کال کې د رومانیا د یږو د ښکار پر سیالیو بندیز ولګاوه، او هغه مهال دا پرېکړه د چاپېریال ساتونکو ډلو لخوا وستایل شوه.
خو اوس داسې ښکاري چې د دې ځناورو ډېرېدونکي نفوس ځینو سیمو کې انسانانو ته ستونزې او ګواښ رامنځته کړی. له همدې کبله یو شمېر خلک استدلال کوي چې د دوی پر ښکار لګېدلی بندیز دې ختم کړل شي.