تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر لرغونې هدیره کې مومیايي شوي حیوانات
د مصر د نیل سیند شاوخوا په یوې تازه موندلې شوې لرغونې هدیره کې د جسدونو او نقاشیو ترڅنګ لسګونه مومیايي شوي موږکان، پیشوګان او مرغۍ موندل شوي دي.
ویل کیږي ددې تاریخي اثرونو لرغونوالی نژدې ۲۰۰۰ کاله دی.
لرغون پوهان په دې باور دي چې دا هدیره د مصر د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي توتو ده چې له خپلې مېرمنې سره هلته ښخ شوی دی.
د کلتوري میراثونو د چارواکو پام هغه وخت دې هدیرې ته واوښت چې تېره اکټوبر میاشت د تاریخي اثارو یو شمېر قاچاق کوونکو په شاوخوا سیمو کې کېندنه کوله.
د مصر دولتي چارواکي وايي، هیله لري چې د قاهرې په ۳۹۰ کلومترۍ کې دغه لرغونی ځای به دې هېواد ته د نویو سیلانیانو پام ور واړوي.
ویل کیږي هلته د سیلانیانو د ورتګ کچه د حسني مبارک له پرځېدو وروسته لا تر اوسه بېرته خپل حالت ته نه ده ګرځېدلې.
د دې هدیرې نه بهر د نندارې لپاره د یوې ښځې او ماشوم جسدونه ایښودل شوي چې اټکل کیږي چې ښځه ۳۵-۵۰ کلنه او ماشوم ۱۲-۱۴ کلن وي.
معلومه نه ده چې دوی د څه شي له امله مړه شوي وو.
ددوی ترڅنګ په دې لرغوني ځای کې ۵۰ مومیايي شوي موږکان، پیشوګان او مرغۍ هم موندل شوي دي چې د هغوی د ژنیټیکي ځانګړنو په اړه څېړنې پیل شوي دي.
په دې هدیره کې څو نقاشي شوي ماسکونه هم موندل شوي چې ۲ زره کاله وړاندې مصري کلتور ښيي.