کورني زمري خپل څښتن وخوړ

د عکس سرچینه، Zdenek Nemec / MAFRA / Profimedia
په چک جمهوریت کې یوه زمري، چې یوه سړي په خپل کور کې ساته، خپل ۳۳ کلن څښتن وخوړ. مایکل راسیک له نهو کلونو راهیسې په خپل کور کې یو زمری او یوه زمرۍ ساتله.
خو خبر نه و چې زمری به پر ده برید کوي او خوري به یې.
ښاري چارواکو څو ځلې یاد سړي ته په خپل کور کې د زمري او زمرۍ د ساتلو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.
د دغه سړي پلار د خپل زوی مړی د زمري په قفس کې موندلی. هغه اړوندو کارکوونکو ته ویلي، قفس د ننه خوا پر هغه پسې تړل شوی دی.
دا دواړه حیوانات په دوو جلا ځایونو کې ساتل کېدل چې د پولیسو په ډزو ویشتل شوي دي.
د پولیسو ویاند د سه شنبې په ورځ (مارچ پنځمه) سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، د مایکل د جسد تر لاسه کولو لپاره د زمریانو ویشتل "بیخي اړین" وو.
مایکل راسیک په ۲۰۱۶ کال زمری پېرلی و او یوه کلنه زمرۍ یې هم په هماغه کال د کور شاتنۍ برخې ته راوړې وه.
هغه وړاندې له ځايي چارواکو سره د کور په چم ګاونډ کې د زمریانو د ساتلو په اړه بحث او لانجه کړې وه او یو ځل د دغو زمریانو د نا قانونه نیونې په اړه جریمه شوی هم و.
د هغه قضايي دوسیه تېره میاشت له دې کبله وځنډول شوه، چې دولتي مامورینو ته یې خپل کور ته د ورتللو اجازه نه ورکوله.
مایکل راسیک تېر کال هم وروسته تر هغه د نړیوالو خبرونو سرټکی شو، چې پر بایسکل سپور حالت کې له یوه زمري سره ټکر شو.
نوموړی په دې پېښه کې د پولیسو له مداخلې سره مخامخ شو.








