زیمبابوې کې د سیسیل زمري قاتلان محکمې ته کش کړل

په زیمبابوې کې دوه کسان د سیسیل په نامه د زمري تر وژلو وروسته په محکمه کې حاضر کړل شوي دي.
تکړه ښکاري تیو پرونکورسټ او د کروندې څښتن اونسټ ندلفو د ناقانونه ښکار په جرم نیول شوي.
د غاښونو امریکايي ډاکتر والټر پالمر پر سیسیل زمري ډزې کړې، او له هوانګ پارګ بهر یې د هغه په ښکار کې له
لیندۍ کار اخیستی دی.
پولیس وايي، پالمر – چې وايي د زمري په اړه یې معلومات نه لرل- د ناقانونه ښکار له تور سره هم مخامخ دی.
دواړه تورن د زیمبابوې په ویکتوریا محکمه کې حاضر کړل شول، که چېرې پړه وخېژي، نو هر یو یې ۱۵ کلونه بندي کېدای شي.
پالمر وايي، پر خپلې کړنې پښیمانه شوی، خو وايي دی نه پوهېده چې ګني ناقانونه ښکار کوي، بلکې دده ټوله تکیه پر دوو تکړه ښکاریانو وه.
د امریکا یوې محکمې ویلي، چې پالمر وړاندې هم په امریکا کې یوه جنایي دوسیه درلوده، هغه دا چې په وسکنسن کې یې په ۲۰۶ کال یو تور یږ وژلی دی.
پر نوموړي یو کال بند ختلی و او ترڅنګ یې ۳۰۰۰ ډالره جریمه هم پرې راغلې وه؛ ځکه چې پر یږ یې ناببره برید کړی و، او تر وژلو وروسته یې بلې سیمې ته کش کړی و.
د مینیسوتا ایالت شورا هم ویلي، چې پر پالمر د جنسي تېري تور هم و، چې بیا وروسته په ۲۰۰۶ کې دا مساله حل شوه.
"زما د خوښې فعالیت "
د زیمبابوې د چاپېریال ساتنې خیریه ادارې ویلي، له وژل کېدو وروسته د سیسیل زمري پوستکی ایستل شوی او سر یې غوڅ شوی دی.
په انټرنېټ کې تر ۲۶۵۰۰۰ ډېرو کسانو د (سیسیل لپاره عدالت) تر عنوان لاندې غوښتنې کړې، او د زیمبابوې له حکومت یې د هغو حیواناتو د ښکار د بندیز غوښتنه کړې، چې نسل یې له ورکېدو سره مخامخېدونکی دی.
اټکل دی چې پالمر امریکا ته ستون شوی، خو لاهم د هغه ځای ځای کې تر اوسه ناڅرګند دی.

خو هغه ویلي چې "یوځل بیا خواشینی یم چې ما د خپلې خوښې فعالیت کړی، او زما د مسؤولیت پربنسټ مې دا کار کړی چې د زمري د وژل کېدو لامل شو. "
له فېسبوک پاڼې د پالمر د کلینیک پاڼه لیرې شوې ده.
سیسیل زمری
- د زیمبابوې تر ټولو لوی ملي پانګ (هوانګ) کې سیسیل زمری د سیاحت تر ټولو لوی کتل شوی ژوی دی.
- دغه ۱۳ کلن زمری په یوه آرام او زړه سواندي حیوان مشهور و.
- سیسیل لویه ونه لرله، خو د غاړې وېښتان یې تور و.
- هغه د شپږ ښځینه زمریانو لرونکې ډلې مشري کوله، ۱۲ کوچني زمریان هم د هغه تر مشرۍ لاندې و.
- سیسیل د آکسفورډ پوهنتون د زمریانو ساتنې د پروګرام یوه برخه و، چې تل به یې د هغه څارنه کوله.
زیمبابوې – د نورو افریقايي هېوادونو په څېر – د هغو حیواناتو د ناقانونه ښکار پروړاندې ټینګه مبارزه کوي، چې نسل یې له ورکېدو سره مخامخ دی.
اټکل دی چې سیسیل د جولای پر لومړۍ وژل شوی، خو جسد یې څو ورځې وروسته موندل شوی.
د زیمبابوې د چاپېریال ساتنې خیریه اداره وايي، ښکاریانو د هوانګ له ملي پارک نه د وتلو لپاره سیسیل ته خواړه ورکړي او د شپې یې ایستلی دی.
ویل کېږي پالمر د زمري په وژلو کې له لیندۍ او غشي کار اخیستی او سیسیل یې سخت ټپي کړی دی. خو ښکاریانو ایله نژدې ۴۰ ساعته وروسته سیسیل وموند او پر هغه یې ډزې وکړې او ویې واژه.

د سیسیل په غاړه کې یوه پټه هم شته، چې پکې نغښتل شوې آله له مصنوعي سپوږمکۍ سره نېغه اړیکه لري، هغه چې هر ځای ته ځي، د بریتانیا آکسفورډ پوهنتون اړوندې څانګې ته یې څرک لګېږي. ښکاریانو ددغې پټې د لیرې کولو هڅه کړې ده، خو پاتې راغلي دي.
ددغې ادارې مشر بي بي سي ته ویلي، سیسیل "هېچا ته زیان نه رساوه، بلکې هغه تر ټولو ښکلی حیوان و. "
نژدې یوه پېړۍ پخوا، په افریقا کې نژدې ۲۰۰۰۰۰ زمریان و، خو په وروستیو کلونو کې یې شمېر ایله ۳۰۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.

د عکس سرچینه، AP








