پښتونخوا کې ښځو ته ځانګړي ګلابي بسونه

د ویډیو تشریح، پښتونخوا کې ښځو ته ځانګړي ګلابي بسونه
    • Author, کوثر اعوان وحید
    • دنده, بي بي سي پېښور

د خیبر پښتونخوا ایبټ اباد او مردان کې د ښځو لپاره د ځانګړو بسونو لړۍ پیل شوې ده چې موخه یې په سیمه کې د ښځو د سفر د ستونزو هوارول دي.

د جاپان په مرسته په لومړي پړاو کې ۱۴ بسونه پښتونخوا ته راوړل شول او په پام کې ده چې دا لړۍ د پاکستان نورو ښارونو ته هم وغځوله شي.

په دې ګلابي بسونو کې یوازې ښځينه سپرلۍ سفر کولی شي.

کتونکي وايي، دا د پاکستان تاریخ کې ښځو ته د بسونو ځانګړي کولو یو نوی ګام دی.

د پاکستان ګڼو سیمو کې د ښځو او نارینه وو ګډو بسونو کې د ښځو د ځورولو پېښې رامنځ ته کېږي او اوس هیله دا ده چې دا کار به عام ترانسپورت کې د ښځو د ځورولو ستونزه هواره کړي.

پاکستان کې د ښځو د ډاډمنولو لپاره ځینې قوانین هم جوړ شوي.

د ایبټ اباد هریپور اوسېدونکي خدیجه بي بي وايي، له سړو سره په ځايي بسونو کې د ښځو سفر کول ګران کار دی.

د پاکستان بېلابېلو ښارونو عامو بسونو کې ځانګړو ته ډېر شمېر څوکۍ نه دي ځانګړې شوې او ځینې وخت ښځې اړ وي چې بسونو کې خپل منزل ته تر رسېدو پورې ودرېږي.

بس