نادیه: غوښتل مې افسره شم خو اړه شوم پر موټرسایکل مزدوري وکړم

د ویډیو تشریح، پېښورۍ پېغله پر موټرسایکل روزي ګټي
    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخوا

د پېښور ښار ۱۶ کلنه نادیه ګل په یوه داسې کور کې اوسېږي، چې یوه خونه لري، په یوه کونج کې یې بې دېوالونو پخلنځی او بل کونج کې یې کوچنی حمام ښکاري، چې ورڅېرمه په یوه بیلر کې اوبه نرۍ نرۍ څڅېږي.

ښکاري چې نادیه ګل له عمر کمه ده، خو کارونه د لویانو کوي، مجبوره ده، ځکه چې د کور ټول لګښت یې پرغاړه دی.

تور پړونی یې پرسر او د نارینه وو جامې اغوندي. نادیې بي بي سي ته وویل، موټرسایکل چلول یې شوق دی، مجبوره شوه چې چلول یې زده کړي.

ښايي د خیبر پښتونخوا دودیزه پښتنه ټولنه کې نادیه ګل یوازېنۍ موټر سایکل چلوونکې وي. پښتني ټولنه کې موټر سايکل خو څه چې ان د ښځو له خوا موټر چلول هم ډېر کم دي.

نادیه لا وړه وه چې پلار یې بل واده وکړ او د دې مور یې طلاقه کړه او بیا دویمه ښځه پرې زوروره شوه او له نادیې او د هغې له مور نه جلا شو.

یو ورور هغه هم پوډري

نادیه
د عکس تشریح، کله مې چې د هغې د درس په اړه ترې وپوښتل، ویل یې په لار چې نورې نجونې ښوونځي ته د تلو پروخت وویني، ډېر زړه یې کېږي چې درس ووايي

نادیه وايي: "کله مې چې پلار مور طلاقه کړه، کور کې هېڅ نارينه نه وو چې د کور لګښت پرغاړه واخلي. يو ورور مې و چې په اوه کلنۍ په نشو روږدی شو او بیا یې پوډرو ته مخه کړه. "

د ناديې څلور خویندي او یو ورور دي، چې دا پکې تر ټولو کشره ده، خو د کور لګښت پوره کولو لپاره یې ملا تړلې ده.

ناديې ته کور ته په سودا راوړلو کې ستونزې وي؛ ځکه چې پلورنځي ترې لرې دي. د دې ستونزې د هواري لپاره یې د موټرسایکل چلول زدکړل او اوس ټوله سودا پرې راوړي.

دا چې په دې ټولنه کې د ښځې یا نجلۍ موټر سایکل چلولو ته خلک په ناشنا سترګه ګوري، ځکه یې د هلکانو جامو اغوستلو ته مخه کړه.

دا وايي: "د نرانو جامې اغوستل او موټر سايکل چلول مې شوق و، خو داسې هم کېږي چې ځینې کارونه له شوقه او ځینې له مجبورۍ کېږي، لکه دا چې ما د هلکانو جامې اغوستل له مجبورۍ پیل کړل."

نادیه له خپلې ټولنې خوښه ښکاري، خو وايي ځینې خلک شته چې دې ته په موټر سایکل له سپرېدو بد وړي.

دا وايي "زه دا خبرې بابیزه ګڼم. خپل کار کوم. خلک که هر څه وايي خو زما مجبوري ده او کوم به يې."

نادیه د نورو کورونو کې کار هم کوي، خونې جارو کوي، لوښي مینځي او د کورنۍ نور کارونه کوي چې اونۍ کې ورته ۲۰۰ روپۍ جوړېږي.

هغې ایله تر درېیم ټولګي درس ولوستی شو، خو بې وزلي یې له تعلیمه د پاتې کېدو لامل شو.

نادیه چې په سترګو کې یې نرۍ نرۍ اوښکې پر تنکیو اننګو راوڅڅېدې، په ژړغوني غږ راته وویل: "مور او پلار مې کور کې شر کړی و نو پلار مې دغسې نه بل واده وکړ."

"غوښتل مې افسره شم"

کله مې چې د هغې د درس په اړه ترې وپوښتل، ویل یې په لار چې نورې نجونې ښوونځي ته د تلو پروخت وویني، ډېر زړه یې کېږي چې درس ووايي:

"تر دريم ټولګي چې ښوونځي کې وم، نو غوښتل مې پوځ کې چېرې افسره شم او د ټولنې لپاره کار وکړم، خو اوس نه کېږي، چې یو کار کوم بل رانه پاتې کېږي، د کور لګښت به څوک پوره کوي."

نادیه
د عکس تشریح، نادیه وايي، نشه يي ورور یې ګواښي چې نوره به بهر ته نه وځې، موټرسایکل به نه چلوې، ځکه چې ملګري یې پېغور ورکوي چې خور دې موټرسایکل چلوي

نادیه په نشه له خپل روږدي ورور نه سر ټکوي او وايي، درېیمه - څلورمه ورځ یې ورور کور ته وځي، چې د نشه يي توکو روپۍ ورسره نه وي، د کور لوښي ماتوي او ټول بهر ته شړي.

نادیه وايي، نشه يي ورور یې ګواښي چې نوره به بهر ته نه وځې، موټرسایکل به نه چلوې، ځکه چې ملګري یې پېغور ورکوي چې خور دې موټرسایکل چلوي:

"زه مې ورور ته وايم چې زه به کور په خوښۍ کېنم که ته د کور لګښت پورۀ کړې، خو هغه يې نه منې ۔ خو مور مې راته څه نه وايي ځکه هغه هم خپله په نورو کورونو کې مزدوري کوي."